د څېړنې پايلو ښودلې چي ښځينه قاضياني زياتي قبولۍ ورکوي.
د څېړنې پايلو ښودلې چي ښځينه قاضياني زياتي قبولۍ ورکوي.

د يوې څېړني پايلي ښيي چي په اتريش کي هغه قاضيان چي زياتره وخت د مهاجر نارينه ؤ دوسيې څېړي، د ښځينه مهاجرو په وړاندي نسبتا معتدل وي.

هغه رد سوي پناه غوښتونکي چي غوښتل يې د ردېدنې پر ضد محکمې ته مراجعه وکړي، مجبوره ول چي د دغه هيواد ملي د پناه غوښتنې محکمې ته مراجعه وکړي. د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کالونو تر منځ يادې محکمې د زرهاؤ مهاجرو عارضې واورېدې او پکښي ۳۱ سلنه پناه غوښتونکي بريالي سول. خو اکثريت مراجعه کوونکي په دغه محکمه کي بريالي نه سول. په دغو مراجعينو کي د نارينه ؤ اکثريت ؤ. خو د مېرمنو د برياليتوب فيصدي د نارينه په پرتله زياته وه.

په دې تړاو يو شمېر څېړني سوي چي جنسيت د ژوند په بيلو برخو کي څه د اړونده کس پر ژوند ډول اغېزې لري. د آلمان او اتريش د سياسي چارو يو شمېر کارپوهانو اراده وکړه چي داسي څېړنه وکړي چي له پايلو يې دا پوښتنه جواب سي چي ايا په پناه غوښتنه کي د مېرمنه او نارينه ؤ تر منځ په محکمه کي فرق کيږي او که ورته په يو نظر کتل کيږي؟

جنسيت فرق راوړي

په ياده څېړنه کي د ۶ کالو په جريان کي ۴۰ زره پناه غوښتونکو د دوسيو په تړاو لاندني مهم جوابونه په لاس راغلل:

ـ د پناه غوښتونکي پر دوسیه دا ډېر فرق راوړي چي هغه نارينه او که ښځينه دی. د ښځو پناه غوښتونکو د قبولېدو فيصدي ۳۷ اعشاريه ۵ او د نارينه ؤ ۲۸ اعشاريه پنځه وه.
ـ دا د پناه غوښتونکي پر دوسيه اغېز لرلای سي چي قاضي نارينه او که ښځينه دی.

يو له تر ټولو مهم ټکی چي څېړونکې ډلې موندلی هغه دا ؤ چي هغه قاضيان چي اکثريت وختونه يې د نارينه پناه غوښتونکو عارضې اورېدلې، د ښځينه پناه غوښتونکو په وړاندي يې په پرتليزه توګه نرمې فيصلې کولې.

هغه څه چي نه يو په خبر

دا چي محکمې د نارینه پناه غوښتونکو په پرتله د ښځينه پناه غوښتونکو زياتي پناه غوښتنې مني، يو شمېر پوښتني يې هم رامنځ ته کړي دي:

دا به څنګه وي چي مېرمني عارضه کوونکي په عمومي توګه د نارينه ؤ په پرتله و محکمې ته بهتره دلايل وړاندي کوي؟ ايا دغه خبري به د مېرمنو د زياتې قبولۍ سبب سوي وي؟ ايا د مېرمنو چلن په محکمه کي د قاضيانو پر چلن اغېز کوي؟
خو يادې څېړنې يادوو پوښتنو ته جوابونه نه دي موندلي.

ښځينه قاضيانو نسبتاً مثبتې فيصلې کوي

د دې موندې تر څنګ چي ښځينه پناه غوښتونکي د نارينه ؤ په پرتله زياتي قبولۍ تر لاسه کوي، دغې څېړنې دا هم موندلې چي ښځینه قاضياني د نارينه قاضیانو په پرتله د پناه غوښتونکو زيات په حق کي پرېکړي کوي.

دغې څېړنې موندلې چي په ارزول سوو دوسيو کي نيمه برخه يې نارينه قاضيانو ارزولې. خو هغه دوسيې چي ښځينه قاضيانو فيصله کړي، بېله دې توپيره چي د نارينه پناه غوښتونکو او که د ښځينه پناه غوښتونکو وې، نسبتا زيات مثبت جوابونه يې ترلاسه کړي.

ايا د پناه غوښتنې محکمې عادلانه دي؟

د دغې څېړنې تر سره کوونکې ډله وايي چي د څېړنې پايلو يې په پناه غوښتنه کي د جنسيت پر اساس ولاړ فرقونه په ګوته کړي او ثابت کړي دي. د دغې ډلې په وينا له همدې کبله دوی په دې نظر دي چي د پناه غوښتنې محکمې په ټولو مواردو کي عادلانه فيصلې نه کوي.

د څېړونکو په وينا دا چي يو قانون او يا اصول د نارينه او مېرمنه له پاره يو شان وي، خو محکمه يې د مېرمنو په پرتله نرم تفسير غوره کړي، نو دا د محکمې پر عدل پوښتنه رامنځ ته کوي.

په اتريش کي د پناه غوښتنې يادې دوسيې اوس د فدرالي اداري محکمو له خوا فيصله کيږي. څېړونکې ډله وايي چي دغه فيصلې له نژدې څاري او هيله لري چي په نظام کي به د پخوا په پرتله په دې ډګر کي بهتري رامنځ ته سوې وي.

 

نورې ليکنې