د میرال کمپ ولیکا کلیدوشا سیمی د بوسنیا
د میرال کمپ ولیکا کلیدوشا سیمی د بوسنیا

د چهارشنبې په شپه د بوسنیا شمالي ښار ولیکا کلېدوشا د کډوالو په یو مرکز کې د مهاجرو او پولیسو ترمنځ شخړه جوړه شوه چې په پایله کې یې ۲۰ کډوال د پولیسو له خوا ونیول شول. د بوسنیا پولیس وایي چې یاد کډوال پر پولیسو حمله کړې او ځینې سرتېري یې د اوسپنو په میلو او ډبرو وهلې.

د بوسنیایي پولیسو په وینا د چهارشنبې په ورځ (د جون ۵مه) د بوسنیا د ولیکا کلېدوشا سیمې په میرال کمپ کې د کډوالو ترمنځ د یوې شخړې په پایله کې ۱۳ کسان ټپیان شول.

د بوسینا د پولیسو ویاند ال سیحیدیک په حواله یاده شخړه کې په لسګونو کډوال ګډون درلود. سرچینه زیاتوي چې د شپې له خوا د پولیسو سرتېري یاد مرکز ته لاړل څو د کډوالو ترمنځ شخړي ختمې کړي. خو بیا سیمه کې د پولیسو او کډوالو ترمنځ نښته رامنځته شوه. د بوسنیا پولیس وایي چې یاد کډوال پر پولیسو حمله کړې او ځینې سرتېري یې د اوسپنو په میلو او ډبرو وهلې.

یاده پېښه کې ۲۰ کم عمره کډوال نیول شوي دي.

بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویانده پیتر ون دېر اوېرارت کډوال نیوز ته وایي: «داسې معلومېږي چې نیول شوي کسان داړه ماران وي. دوی الجزایریان او مراکشیان دي او په تاوتریخواليو، غلاوو او ځورونو کې یې لاس درلود. تر پېښې وروسته یاد کسان د میرال له مرکز څخه وشړل شول.»

د ښاغلي ال سیحیدیک په خبره شخړه کې لس کډوال او ۳ سرتېري په سطحي ډول ټپیان شوي او د پولیسو یوه موټر ته زیان رسېدلی دی.

دا په داسی حال کي ده چې تېره اوونۍ په یاد کمپ کې د اور لګېدو له امله ۳۲ کډوال ټپیان شوي وو چې له امله یې اوس مهال په لسګونو کسان په پارکونو او ویجاړو ودانيو کې اوسېږي.

د نورو معلوماتو له پاره: بوسنیا: د کډوالو په مرکز د اولګېدو له امله ۳۲ کسان ټپیان شوي

میرال مرکز کروېشیا ته نږدې موقعیت لري چې شاوخوا ۷۰۰ کډوال په کې په سختو شرایطو کې ژوند تېروي.

بل ور ته د چهار شنبې په شپه د صربیا په بلګراد ښار کې یو ۱۷ کلن افغان یو بل افغان وواژه. د صربیا پولیس وایي چې د هغه افغان کډوال په لټه کې دي چې په دې پېښه کې یې لاس درلود.


 

نورې ليکنې