د «امیان کرېکټ کلب» مربي ذبیح الله (په منځ کې). کرېډېټ: واسع محسن/کډوال نیوز
د «امیان کرېکټ کلب» مربي ذبیح الله (په منځ کې). کرېډېټ: واسع محسن/کډوال نیوز

د فرانسې شمالي ښار امیان په یوازنۍ کرېکټ لوبډله کې شاوخوا ۲۰ افغان او پاکستاني لوبغاړي لوبه کوي چې هر یو یې متفاوت ژوند او پروفایل لري. د یادو کډوالو په ډله کې ځینې داسې کسان شته چې فرانسه کې یې تر پناه غوښتنې وروسته ډېر ژر مثبت ځواب ترلاسه کړی او ځان ته یې کار موندلی. خو یاده لوبډله کې داسې کسان هم دي چې تر اوسه یې سرنوشت نامعلوم پاتې دی. ذبیح الله د همدغو کډوالو په ډله کې راځي.

د امیان ښار د «لا پروویدانس» لویې دروازې مخ ته شاوخوا لس افغان کډوال ولاړ دي. دوی چې سپورټي جامې یې اغوستې دي غواړي چې ډېر ژر د کرېکټ ډګر ته ولاړ شي او د فرانسې د شمالي ښارونو سیمه ییزو سیالیو ته تیاری ونیسي. د یادو کډوالو په ډله کې یو هم ځوان کډوال ‌ذبیح الله دی.

۲۸ کلن ذبیح الله د افغانستان د کونړ ولایت دی. نوموړی په همدغه ولایت کې زېږېدلی، لوی شوی او تر ۸م ټولګي پورې یې زده کړې کړې دي. ذبیح الله اروپا ته تر مهاجرت مخکې په کونړ کې اوسېده چېرې چې اوس یې کورنۍ ژوند کوي. خو کونړ کې یې کوم خاص کار او کسب نه درلود.

ډګر ته تر رسېدو وروسته ذبیح الله د کرېکټ وسایل چمتو کوي او لوبغاړو ته د ننني تمرین او د سبا د سیالۍ په اړه لنډ معلومات ورکوي. اټکل دی چې سبا سهار وختي به د امیان لوبډلې لوبغاړي د فرانسې یو بل شمالي ښار اراس ته ورشي او د یاد ښار له ټیم سره سیالۍ وکړي.


د مهاجرت پیل

ذبیح الله یو ارام او محجوب او سړی دی. په لومړي سر کې داسې معلومېږي چې هغه نه غواړی د خپل ژوند په اړه خبرې وکړي. خو تر څو دقیقو تېرېدو وروسته نوموړی وایي چې فرانسه کې د خپل ژوند او وضعیت په اړه اندېښمن دی. ذبیح الله زیاتوي چې اداري ستونزې یې ډېرې دي او همدغې ستونزې یې ژوند سخت کړی دی.

د ذبیح الله د کډوالۍ بهیر په ۲۰۱۰ کال کې پیل شو. نوموړی د نورو کډوالو په شان د پاکستان، ایران، ترکیې او بیا د بالکان هیوادونو له لارې ځان اروپا ته ورساوه او همدغه کال کې یې هالنډ کې د پناه غوښتنه ورکړه. خو هالنډ کې یې غوښتنه رد شوه او ذبیح الله دې ته اړ شو چې د بیاکتنې درخواست وکړي. سره له دې چې نوموړی ۷ کلونه په هالنډ کې تېر کړل خو په پای کې یې دوسیه و نه منل شوه.

په ۲۰۱۷ کې ذبیح الله پرېکړه وکړه چې له هالنډه ووځي او خپل چانس په یو بل اروپایي هیواد کې و ازمویي. نوموړی بالاخره د فرانسې په لور حرکت وکړ او د دې هیواد شمالي ښار کالې ته ورسېد. خو په ۲۰۱۶م کې د کالې لوی ځنګل د فرانسوي چارواکو له خوا تړل شوی او ځنګل کې مېشت کډوال نورو ښارونو ته لېږدول شوي وو.

ذبیح الله شاوخوا یو کال په کالې تېر کړ ترڅو چې په ۲۰۱۸ کې د پولیسو په سرویسونو کې امیان ښار ته راوړل شو، چېرې چې ځېنې نور افغان کډوال هم اوسېدل.


ستونزې او وېرې

د فرانسې په امیان ښار کې ذبیح الله یو ځل بیا د پناه غوښتنه ورکړه. دا ځل یې هیله دا وه چې غوښتنه یې ومنل شي او هغه وکولی شي چې بالاخره په فرانسه کې خپل نوی ژوند پیل کړي. خو د نوموړي دوسیې د فرانسې د کډوالۍ اداره یا اوفپرا له خوا رد شوه او ذبیح الله دې ته اړ شو چې د فرانسې د پناه غوښتنې ملي محکمې ته مراجعه وکړي.

نوموړی وایي چې اوس یې دوسیه د پناه غوښتنې ملي محکمه کې ده او وکیل یې هڅه کوي چې دا ځل یې غوښتنه ومنل شي. تر اوسه پورې دا معلومه نه ده چې د ذبیح الله دوسیه به څه وخت وڅېړل شي. نوموړی له همدې کبله له رواني پلوه نارامه دی او اندېښمن ښکاري.

ذبیح الله اوس مهال د امیان ښار په شمالي سیمه کې اوسېږي. یاده سیمه کې کوالیا سازمان ذبیح الله ته یوه کوټه ورکړې ده چې هغه په کې یوازې نه دی او یو بل کډوال سره ګډ ژوند کوي.


خو ژوند ادامه لري...

ذبیح الله نه غواړي چې د خپلې کورنۍ په اړه معلومات ورکړي. وایي چې دا د هغه د ژوند یوه دردونکې برخه ده. نوموړی نورو لوبغاړو ته په اشاره وایي چې اوس یې دوی ملګري دي. 

خو له ټولو یادو اداري ستونزو سره سره ذبیح الله له ژونده ناامیده شوی نه دی. هغه خوشال دی چې د فرانسې په امیان کې د کډوالو د کرېکټ لوبډلې مربي دی او سیمه ییزو سیالیو کې ګډون کولی شي. ذبیح الله زیاتوي، غواړو چې فرانسویانو ته وښیو چې افغانان هم په بېلابېلو برخو کې د پوره استعداد خاوندان دي خو که ښه او ارام ژوند ولري. 

په پای کې ذبیح الله په خندا سره وایي چې د سبا لوبې ته چمتو دی او هرو مرو به لوبه وګټي. 

 

نورې ليکنې