تزئیني انځور. کرېډېټ: پېکچر الاینس
تزئیني انځور. کرېډېټ: پېکچر الاینس

د یونان ساحلي سرتېري وایي د سه شنبې په ورځ (د جون ۱۱مه) لږ تر لږه ۷ کډوال د یونان د لېسبوس ټاپو سره نږدې په اوبو کې ډوب شوي دي.

د یونان ساحلي ګارد په حواله نن سه شنبې د یونان لېسبوس ټاپو ته نږدې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي دي. د یونان د ساحلي ګارد او اروپایي ټولنې د یوې ګزمه کوونکې کښتۍ په ګډو عملیاتو کې ۵۷ نور کډوال له ډوبېدو څخه ژغورل شوي دي. چارواکي زیاته کړې چې اوس د نورو هغو کسانو په لټه کې دي چې ښایي لادرکه وي.

د یونان ساحلي ګارد یوه بله سرچینه وویل چې ډوبو شویو کې دوه ماشومې نجونې، څلور ښځې او یو سړی دي.

چارواکي تر اوسه پورې د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د کډوالۍ نړېوالې ادارې په حواله سږ کال تر ۳۰۰ ډېر کډوال اروپا ته د رسېدو په هیله په مدیترانه کې ډوب شوي دي.

یونان کې شاوخوا ۷۰۰۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي اوسېږي چې ډېری یې سوریان دي. د یاد هیواد په کمپونو کې ګڼ شمېر افغان کډوال هم بند پاتې دي.  

 

 

نورې ليکنې