د سوفیا اروپایي ماموریت په ۲۰۱۵ کې د انساني قاچاق او د وسلو د پلورلو د مخنیوي له پاره پیل شوی و. کرېډېټ: پېکچر الاینس
د سوفیا اروپایي ماموریت په ۲۰۱۵ کې د انساني قاچاق او د وسلو د پلورلو د مخنیوي له پاره پیل شوی و. کرېډېټ: پېکچر الاینس

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لیبیا په ساحلي اوبو کې د سوفیا په نامه اروپایي ماموریت د تمدیولو پرېکړه وکړه. خو د ایټالیا دولت سیاستونو له کبله دغه پرېکړه نه عملي کېږي.

د دوشنبې په ورځ (د جون ۱۰مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه وکړه چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې دې د سوفیا اروپایي عملیات د یو کال له پاره تمدید شي. 

د سوفیا اروپایي ماموریت په ۲۰۱۵ کې د انساني قاچاق او د وسلو د پلورلو د مخنیوي له پاره پیل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیا پوپولیست حکومت د سیاستونو له کبله د سوفیا ماموریت خپلې ټولې کښتۍ له لاسه ورکړې او نه شي کولی چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې خپل عملیات بیا پیل کړي.

بل لور ته د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره فدریکو موګریني د ۲۰۱۹م کال په اپریل میاشت کې له اروپایي هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې مدیترانې اوبو ته دې خپلې نظامي کښتۍ ولېږي. 

د نوموړې په حواله د کښتیو په نه شتون کې سوفیا خپل ماموریت بشپړ نه شي کولی.


 

نورې ليکنې