جرمني، مونیخ: هغه الوتکه چې افغان کډوال افغانستان ته وړي. کرېډېټ: پیکچر الاینیز، دي پي اې. م. بالک
جرمني، مونیخ: هغه الوتکه چې افغان کډوال افغانستان ته وړي. کرېډېټ: پیکچر الاینیز، دي پي اې. م. بالک

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ د جون ۱۱مه) د فرانسې پارلمان د بهرنیو چارو کمیسیون د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ د همکاریو پر تړون بحث وکړ. دا په داسې حال کې چې د بشري حقونو نړیوال سازمونونه، لکه د بخښنې نړیوال سازمان او سیماد، د فرانسې پارلمان له استازو څخه غواړي چې د افغان کډوالو د اخراجېدو مخه دې ونیسي.

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ د جون ۱۱مه) د بخښنې نړیوال سازمان او سیماد د فرانسې پارلمان له استازو څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان کې د ناامنیو له کبله د افغان کډوالو له شړلو سره باید مخالفت وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ د فرانسې د ملي اسامبلې د بهرنیو چارو کمیسیون د هغه قانون پر مسودې بحث وکړ چې فرانسې ته اجازه ورکوي د اروپایي ټولنې او افغان دولت ترمنځ د همکاریو تړون تصویب کړي.  

«افغانستان امن هیواد نه دی»

دواړه سازمانونه وایي چې د یاد تړون له مخې به د افغان کډوالو د اخراج بهیر نور هم چټک شي. د بخښنې نړیوال سازمان غړې لولا شلومان په حواله افغانستان کې د ولسي وګړو وضعیت وېروونکی دی او له همدې کبله افغانستان یو امن هیواد نه ګڼل کېږي. نوموړې زیاتوي: «په داسې یو وضعیت کې د افغان کډوالو اخراجول د نړیوالو قوانینو خلاف دي.»

آغلې شلومان ځینې اخراج شويو افغان کډوالو ته اشاره کوي او وایي، په ۲۰۱۸ کې یو کډوال افغانستان ته تر اخراجېدو وروسته د کابل په یو هوټل کې ځان وژنه وکړه. د هغې په حواله یو بل افغان کډوال له برتانیا څخه تر اخراجېدو وروسته په خپل کلي کې ووژل شو. په یوه بله پېښه کې یو اخراج شوی افغان کډوال کابل کې د یو برید پر مهال ټپي شو.

بل لور ته د سیماد سازمان غړی داوید روحي وایي: «په ۲۰۱۸ کې شاوخوا ۹۰۰ افغان کډوال د فرانسې اداري توقیف ځایونو ته استول شوي چې شاوخوا یوه ربع یې د فرانسې خاورې د پرېښودلو حکمونه ترلاسه کړي دي.»

افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ تړون

د ۲۰۱۶ د اکټوبر په ۲مه کابل کې د افغان دولت او اروپایي ټولنې تر منځ د همکاریو تړون لاسلیک شو. د تړون له مخې اروپایي هیوادونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته اخراجولی شي. یاد تړون همداراز په افغانستان کې د اخراج شویو کډوالو د بېرته ادغامېدو زمینه اسانوي.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې د یوروستاټ د شمېرو له مخې ۲۰۱۷ کې د اروپایي هیوادونو د خاورې د پرېښودلو ۲۹۰۰۰ حکمونو صادر شوي. خو دغه حکمونه نه دي تطبیق شوي. مانا یې دا چې ۲۰۱۷ کې ۶۶۲۰ کسان افغانستان ته اخراج شوي دي. دا په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ کې ۹۴۸۰ او ۲۰۱۵ کې ۳۲۹۰ کډوال افغانستان ته اخراج شوي وو.

بل لور ته د فرانسې د سنا د یو نوي رپوټ له مخې سره له دې چې په ۲۰۱۸ کې د افغان کډوالو د اخراجولو ۴۴۱۵ حکمونه صادر شوي وو خو یوازې ۱۵۰۱ حکمونه عملي شوي دي. د فرانسې د سنا په رپوټ کې همداراز راغلی چې ۲۰۱۸ کې ۲۰ کډوال په جبري ډول کابل ته ور استول شوي دي.

اروپا کې افغانستان د کډوالۍ له اړخه دویم مقام لري.

د بخښنې نړیوال سازمان احصایه
 

نورې ليکنې