له ارشیف څخه: ایټالیا کې د کډوالو انځور، رویترز
له ارشیف څخه: ایټالیا کې د کډوالو انځور، رویترز

د ایټالیا حکومت د چهارشنبې په ورځ د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني هغه فرمان تصویب کړ چې له مخې به یې د کډوالو پر ژغورنې کښتیو باندې نوي بندیزونه ولګول شي.

د ایټالیا حکومت د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۲مه) د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني هغه فرمان تصویب کړ چې له مخې به یې د کډوالو پر ژغورنې کښتیو باندې نوي بندیزونه لګول کېږي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د یاد فرمان په یوه ماده کې راغلی چې د هغو کښتیو چارواکي چې بې له اجازې د ایټالیا ساحلي اوبو ته داخل شي له ۱۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰ یورو پورې جرمانه کېږي.

ښاغلی سالویني زیاته کړه چې که د کښتیو چارواکي دغه کار تکرار کړي نو ایټالوي چارواکي به د کښتیو د ضبطولو حق ولري.

د یادونې وړ ده چې یاد قانون د ایټالیا د پارلمان تصویب ته اړتیا لري.

فرمان کې همداراز پر کسانو بندیزونه لګول شوي چې د عامه نظم سرتېرو پر ضد له تاوتریخوالي څخه کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان یاد فرمان له بشري حقونو سرغړونه بللې ده او زیاته کړې چې د دغه فرمان په پایله کې د بهرنیانو او کډوالو ضد روحیه پیاوړې کېږي. 


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر: د مهاجرو د ژغورنې کښتۍ باید د ژغورل شویو کډوالو په خاطر ایټالیا ته جرمانه ورکړي

 

نورې ليکنې