په مانش کانال کې د فرانسې د سمندري ځواکونو کښتۍ. کرېډېټ: @premarmanche
په مانش کانال کې د فرانسې د سمندري ځواکونو کښتۍ. کرېډېټ: @premarmanche

د فرانسې د سمندري ځواکونو په حواله د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۳مه) شاوخوا ۱۵ کډوال، چې په ډله کې یې ۷ ماشومان هم دي، په مانش کانال کې وژغورل شول. یاد کډوال غوښتل چې برتانیا ته ولاړ شي.

د سرچینې په یوه خبرپاڼه کې راغلی یاد کډوال، چې غوښتل یې برتانیا ته ولاړ شي، د خپلې کښتۍ د موټور تر خرابېدو وروسته د پا دو کالې سیمې سامو یا عاجلې شمېرې ته ټېلېفون وکړ او د مرستې غوښتنه یې وکړه.

د فرانسې د ژاندارمرۍ ګزمه کوونکي سیمې ته تر رسېدو وروسته کډوال، چې ډېری یې عراقي کردان دي، په  ګري-نې دماغه کې وژغورل.

په همدې حال کې د پا دو کالې قومندانۍ د دغو کډوالو روغتیایي وضعیت ښه بللی، خو زیاته یې کړې چې هغوی اروایي شوک لیدلی دی.

ژغورل شوي کسان د ورځې په ۸ نیمو بجو بولونی – سور – مېر ته یووړل شول او د فرانسې د عاجلو ټولنیزو مرستو کارکوونکو او سرحدي پولیسو ته وسپارل شول.

د فرانسوي چارواکو په حواله له څو میاشتو راهیسې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې هڅه کوي د مانش کانال له لارې برتانیا ته ولاړ شي. 

 

 

 

نورې ليکنې