تر اوسه په سلونو مېرمنو د دغې پروژې په مرسته بايسکل چلولو زده کړي
تر اوسه په سلونو مېرمنو د دغې پروژې په مرسته بايسکل چلولو زده کړي

د آلمان په پلازمېنه برلين کي د مهاجرو د ملاتړ يو سازمان د مهاجرو سره د بايسکل چلولو په زده کولو کي مرسته کوي. مقصد يې د هغوی د ترانسپورت امکانات زياتول او پيسو سپما ده.

روقيه چي کله آلمان ته د يوې افغانې پناه غوښتونکې په توګه راورسېده، نو هغه وخت يې لا بايسکل چلول نه ول زده. هغې په افغانستان کي نه سوای کولای چي د مېرمنې په توګه په کوڅه کي بايسکل وچلوي. روقيه وايي چي په افغانستان کي د بايسکل چلولو په هکله ورته ويل کيدل چي »دا کار د ماشومانو سره ښايي خو مېرمنو سره نه ښايي.«

کله چي روقيه آلمان ته راغله او ويې ليدل چي مېرمنې د خپلو ماشومانو سره يوځای او يا کار ته د تلو پر وخت بايسکل چلوي، نو له ځانه يې پوښتنه وکړه:
»ولي زه هم دغه کار نه کوم؟«

کله چي روقيه خبره سوه چي په برلين کي د #
BIKEYGEES e.V. په نوم يوه راجستر سوې مرستندويه پروژه مهاجرو مېرمنو ته بايسکل چلول ورزده کوي، نو دې هم له دغه امکان څخه ګټه واخيسته. روقيې پخپله هم بايسکل زده کړ او اوس د نورو سره کومک کوي چي بايسکل وچلوي.

بايسکل چلول انساني حق دی کامپاين ـ انځور#BIKEYGEES e.V. پروژه

سېچان يوه بله مهاجره مېرمنه ده چي د يادي پروژې په مرسته يې بايسکل چلول زده کړل. هغه وايي چي
»په لومړي سر کي ورته د بايسکل چلول خورا مشکل او ستونزمن کار ؤ.« د دغې مېرمني په وينا په لومړي سر کي به دا پر بايسکل داسي شخه ناسته وه چي وروسته به يې ټول بدن درد کاوه، خو دې بيا هم د بايسکل زده کولو خپلو هڅو ته ادامه ورکړه. د سېچان په وينا کله چي يې تر لسو مترو او پنځلسو متر تر منځ پخپله د بايسکل بېول زده کړل، نو يې افتخار احساس کړ او ډېره خوشاله وه.

د يادي پروژې د تاسيس
کوونکې ډلې څخه انېته کريوګر وايي چي پروژه يې نه يوازي مهاجرو مېرمنو ته بايسکل چلول ورزده کوي، بلکه د هغوی له پاره د ساعت تېري او سپورټ بېلابېل امکانات هم تنظيموي، چي »پکښي باولينګ کول، ټېبل ټېنس کول، پخلی او پر بايسکل ورځني لنډ چکرونه وهل هم شامل دي.«

کريوګر د ۲۰۱۵ کال راهيسي په ياده پروژه کي د داوطلبي په توګه کار کوي. هغه په دې توانېدلې چي د دغي پروژې له پاره د آلمان د تلويزيوني لاترۍ ملاتړ او بسپنه هم راجلب کړي.

مېرمني د بايسکل د پنچر ټاير د رغولو په حال کي ـ انځور #BIKEYGEES e.V. پروژه
 
د #
BIKEYGEES پروژې ته ورته پروژې په تيرو کالونو کي په زياتو اروپايي هيوادونو کي رامنځ ته سوي دي. په دغو پروژو کي لويي او کوچنۍ پروژې شاملي دي. خو د برلين په دغه پروژه کي تر اوسه ۶۳۰ مېرمنو ته بايسکل چلولو ورزده کړل سوي دي.

په دغه پروژه کي دلچسپي دومره زياته ده چي حتی د نوامبر مياشتي په سوړ موسم کي لا نژدې ۸۰ مېرمنې دې ته په انتظار وې چي بايسکل زده کړي.

د دغې پروژې په مرسته د بايسکل زده کول مفت دي. دغه پروژه مېرمنو او تر ۱۴ کالو څخه زيات عمر لرونکو انجونو ته بايسکل ورزده کوي. کريوګر وايي چي پروژه يې صرف مهاجرو مېرمنو ته نه بلکه ټولو مېرمنو ته بايسکل ورزده کوي.

سېلچان وايي چي دا مهمه ده چي د يوې مېرمنې تړاو د کوم هيواد سره وي، حجاب کوي که نه، که بايسکل زده کړي نو د يوې نوي آزادۍ ترلاسه کولو احساس کوي.

روقيه وايي چي په دغه پروژه کي د ټولو سره د مساواتو او ښه چلن کيږي. هغه زياتوي:
»زما په فکر بايد دا همداسي وي.«

که تاسو په برلين کي اوسېدونکې يوه مېرمنه ياست او غواړئ چي بايسکل زده کړئ، نو پر لاندنۍ وېپاڼه په دې تړاو نور معلومات په انګريزي ژبه ترلاسه کولای سئ:
http://bikeygees.org/en/

 

نورې ليکنې