د چارشنبې (د جون ۱۳مه) شپې په ۱۱ و نیمو بجو یو واګون چې ۹ ایراني او افغاني کډوال په کښې سپاره وو په تروسی –ان- مولتین سیمه کې وموندل شو.
د لوپاریزین راپور په حواله د فرانسې د ترافیک کارکوونکي د ګزمې پر مهال سن آ مارن سیمه کې یو واګون چلونکي ته چې سرعت یې له حد څخه زیات و د درېدو اشاره وکړه، خو موټروان د پولیسو له امره سرغړونه وکړه.
واګون په ژور لو شپیتر ښار کې د ډېر زیات سرعت له وجه ورک شو. خو بیا په تروسی ان مولتین کې یاد واګون د سهار په یوه بجه وموندل شو.
قاچاق وړونکی د کډوالو سندونو سره تښتېدلي دي. یاد واګون د بریتانیا په لور روان و او ۹ ایراني او افغان کډوال په کې سپاره وو.
دا مهال یاد کسان په بند کې دي خو دوی وروسته له بند څخه هرو مرو د فرانسې خاورې پریږدی.