د یکشنبې په ورځ په سلګونو وګړو د بوسنیا په سرحدي ښار بیهاچ کې د کډوالو د پراخې څپې ضد اعتراضونه وکړل. د یادو اعتراض کوونکو په حواله هغه کډوال چې د بیهاچ ښار په سړکونو او پارکونو کې اوسېږي د ناامنیو او ناروغیو د زیاتېدو لامل کېدی شي.
نن سبا ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د بوسنیا له لارې کروېشیا او نورو اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي.
تېر کال شاوخوا ۲۵۰۰۰ اسیايي او افریقایي کډوال د صربستان او مونتېنګرو له لارې بوسنیا ته داخل شول. ویل کېږي چې روان زېږدیز کال کې تر دې مهاله ۹۰۰۰ نور کډوال بوسنیا ته ننوتلي دي.
اوس مهال شاوخوا ۶۰۰۰ کډوال د بوسنیا په بیهاچ او ولیکا کلادوشا ښارونو کې اوسېږي چې له کروېشیا سره ګد سرحدونه لري، خو یوازې ۳۵۰۰ تنو ته په څلورو مرکزونو کې ځایونه ورکړل شوي دي.
نور کډوال په
پارکونه او ویجاړ شویو ودانیو کې اوسېږي.
۳۵ کلن ماژا تاباکوویک چې لاریون کې یې ګدون کړی و رویترز ته وویل: «زه نن دلته راغلی یم چې له روان وضعیت سره خپل مخالفت وښیم.» د نوموړي په خبره کډوال او بوسنیایي خلک له دغه وضعیت څخه اغېزمن شوي دي.
تر دې مخکې د بیهاچ ښاریان له دولت څخه غوښتلي وو چې یاد ښار کې مېشت کډوال باید نورو سیمو ته یوسي.
بل لور ته د جمعې په ورځ د بیهاچ پولیس د بیهاچ ښاریانو ځینو کورونو ته داخل شول چېرې چې شاوخوا ۳۰۰ کډوال اوسېدل. یاد کډوال له ښاره بهر یوې سیمې ته یووړل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د پولیسو د دغه عملیات پر وړاندې غبرګون ښودلی. یاده اداره په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سیمه کې روغتیایي امکانات، اوبه، برېشنا او کناراب نه شته.
بل لور ته د شنبې په ورځ ۲۰۰ نور کډوال وکجک سیمې ته یووړل شول چېرې چې د سره صلیب سازمان هغوی ته خیمې، د اوبو ټانکرونه او خوراکي توکي برابر کړي دي.
د یکشنبې په ورځ یو بل بوسنیایي مظاهره کوونکی رویترز ته وویل: «موږ د کډوالو خلاف نه یو، غواړو چې د هغوی غم وخوړل شي. موږ تل له غلاوو او نورو ستونزو څخه وېرېږو.»