پورت دو لا شاپل سیمه کې یو کډوال تر خپلې خیمې لاندې. کرېډېټ: کډوال نیوز
پورت دو لا شاپل سیمه کې یو کډوال تر خپلې خیمې لاندې. کرېډېټ: کډوال نیوز

ځینې مهاجر پلوه سازمانونه په یوه خبرپاڼه کې له دولت څخه غواړي چې منل شويو کډوالو ته دې د اوسېدو ځایونه برابر کړي. یاد کسان چې د پناه غوښتونکو هرکلي مرکزونو کې ژوند کوي د اقامې تر ترلاسه کولو وروسته یوازې درې میاشتې وخت لري چې له یادو استوګنځیو څخه ووځي.

د شنبې په ورځ (د جون ۱۵مه) ځینې سازمانونه، لکه امائوس سولیداریتې او فرانس تر دزیل، له فرانسې دولت څخه غوښتنه وکړه چې منل شوي مهاجر دې هرکلي مرکزونه کې وساتي.

فرانسه کې کډوال د اقامې اجازه تر ترلاسه کولو وروسته درې میاشتې وخت لري چې د پناه غوښتونکو هرکلي مرکز څخه ووځي. یاد مرکزونه – چې د کادا، هودا، پرادا او... په نومونو هم یادېږي – یوازې پناه غوښتونکو ته ځانګړي شوي دي.

د امائوس سولیداریتې مشر برونو مورل وایي چې د نوي کال له پیل راهیسې وضعیت نور هم پیچلی شوی دی. نوموړی زیاتوي: «د ۲۰۱۹ په پیل کې د کډوالو د اوسېدو عاجل مرکزونه یاCHUM  په هودا یا د پناه غوښتونکو مرکزونه بدل شول. اوس هودا د کورنیو چارو وزیر تر چتر لاندې فعالیت کوي.» یاد وزارت نن سبا کډوالو ته خبرداری ورکوي چې د اوسېدو موده یې پای ته رسېدلې ده.

بل لور ته ځینې سازمانونو ته د دولت له خوا هدایت ورکول کېږي چې د درېو میاشتو په پای کې کډوال بېرته سړکونو ته واستوي. سازمانونه زیاتوي چې دا پر عمومي وضعیت منفي اغېز کوي.

د یادو سازمانونو له مخې کډوال باید یوازې هغه وخت له مرکز څخه ووځي چې ورته د اوسېدو ځای برابر شوی وي.

د فرانس تر دزیل سازمان له مخې، په تېرو درېو کلونو کې شاوخوا ۱۱۰۰۰۰ پناه غوښتونکي فرانسه کې د اقامې اجازه ترلاسه کړې ده.

د ټولنیزو کارکوونکو کموالۍ

خو په ځینو مواردو کې اقامه لرونکي کډوال ځان ته د اوسېدو ځای نه شي موندلی. ځکه د اوسېدو په موقتي مرکزونو یا CPH کې ګڼ شمېر کډوال ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې د سیماد سازمان په حواله د فرانسې موقتي مرکزونه د ۷۰۰۰ کسانو ظرفیت لري. د فرانس تر دزیل مشر پیېر آنري وایي: «یادو مرکزونو کې د هرو ۱۰ کډوالو له پاره یوازې یو ټولنیز کارکوونکی شته. دا کافي نه ده.»

ګڼ شمېر منل شوي کډوال نه پوهېږي چې فرانسه کې څنګه باید د اوسېدو ځای د ترلاسه کولو له پاره اقدامات وکړي. دوی په دې اند دي چې د فرانسې اداري سیسټم ډېر پیچلی دی.

د فرانس تر دزیل مشر پیېر آنري وضعیت د اندېښنې وړ بولي. نوموړی وایي چې د ځای د کموالۍ له کبله فرانسه کې کډوالو سره په سمه توګه مرسته نه کېږي. 

ایل دو فرانس کې ځینې کدوال په کمپونو کې اوسېږي. تېر ژمی کډوال نیوز له ۲۷ کلن سومالیایي کډوال یوسف سره وکتل چې په سړکونو کې اوسېده. نوموړی ویل چې ستونزې یې ډېرې دي او سن دني سیمه کې د ویلسن کمپ تر تړلو وروسته یو جمنازیم ته یووړل شو، خو د اوفي چارواکي ور ته وویل چې یاد جمنازیم د بې سنده کډوالو له پاره دی او هغه هلته اوسېدلی نه شي. 

دا په داسې حال کې ده چې سیماد سازمان وایي، له څو کلونو راهیسې د پاریس په ‍۱۸مه ناحیه کې ګڼ شمېر منل شوي کډوال په سړکونو کې اوسېږي.

 

نورې ليکنې