د نوې پاڼې کارکوونکي
د نوې پاڼې کارکوونکي

نوې پاڼه یا نوول پیج د افغانانو یوه ټولنه ده چې دسمبر ۲۰۱۷ کې جوړه شوې او د پاریس په دریمه او څلورمه حوزه کې دفتر لري. نوې پاڼه د یو شمیر افغان ځوانانو له خوا جوړه شوې ده.

د نوې پاڼې مشر ذبیح الله محمدی کډوال نیوز ته وایي: «موخه مو دا ده چې له افغانانو سره مرستې وکړو. د بېلګې په توګه هغه څوک چې د یوې ورځې له پاره پاریس ته راځي او د اوسېدو ځای نه لری هغوی ته د اوسیدو ځای برابروو، د افغان مهاجرو سره چې په ژبه نه پوهېږي په اداري چارو کې ورسره مرستې کوو او که د سازمان کارکوونکو ته اړتیا وي په اداراتو کې ورسره ځي، په ځانګړې توګه هغه چې فرانسې ته نوي رسیدلي دي.»


څوک له نوې پاڼې سره مالي مرسته کوي؟

پاسکال کرامیر د نوې پاڼې سره په مالي برخه کې کار کوي. هغه وایي: «د یو کمپاین په ترڅ کې د «یلولو» له لارې په یوه میاشت کې ۳۴۴۵ یورو راغونډې شوې، بله خوا د هر غړي څخه د غړیتوب پیسې هم اخلو.»

 یادې پیسې کډوالو سره د مرستو له پاره غوره شوې دي. د بېلګې په توګه د استیناف له پاره وکیل نیول، د کډوالو سندونو ژباړل، روغتیایي او داسې نورې اړتیاوې پوره کول.


د کډوالو له پاره پلټفورم

دغه سازمان په اونۍ کې یوه ورځ د کډوالو سره ویني او د هغوی اداري ستونزې حلوي. دوی په پاریس د۳م او ۴م شاروالۍ (مری) د سازمانونو په څانګه کې یوه کوټه نیولې ده.

د نوې پاڼې یو غړی احمد ارشاد عبادی په حواله یاد سازمان «له شاروال سره خبرې کړې، او هر کله چې ځای ته ضرورت وي د سیمې ښاروالۍ د یوې ورځې له پاره ور ته کوټه برابروي.»

نوموړی زیاته کړه چې فرانسه او نورو اروپایی هیوادونو کې له سیکور کاتولیک، بام، سینګا، جی آر اس، ایموس، ایتوپیا ۵۶، مرکز د پریمو لیوی او د بخښنې نړیوال سازمان سره په تماس کې دی.

آغلې پاسکال وایي: «لسګونو رضاکاران د سازمان په بېلا بېلو برخو کې لکه ژباړل، مشورې او وکالت کې فعالیت کوي. هره ورځ دوی ته لسګونه فېسبوک پیغامونه د کډوالو له خوا او یا هم د نورو اروپایی سازمانونو له خوا راځي.»

په فرانسه کې د مختلفو افغاني ټولنو تر منځ د سولې او دوه اړخيزو مرستو کلتور

ذبیح الله زیاتوي: «پښتانه، تاجکان، هزاره ګان، ازبیکان ... نورو قومونو، مذهبي عقایدو او جنسي اړیکو پرته، د ټولو افغانانو سره مرسته کول زموږ موخه ده.»

هغه کډوال چې غواړي ژبه زده کړي د یادې له ټولنې له خوا ځینو نورو سازمانونو ته معرفي کېږي چې د فرانسوي ژبې درس ووایی.

همداراز د کار موندلو او مسلکي سي وي جوړولو په برخه کې رضاکاران له کډوالو سره مرستې کوي.

 ذبیح الله وایي چې «فرانسوي ژبه مشکله ده. ډېر کسان د سي وي جوړولو له پاره موږ سره اړیکې نیسي. رضاکاران هغوی ته سي وي جوړوي او په کار لټولو سایتونو کې یې خپروي.»


نوې پاڼه شاوخوا د ۲۰۰ کسانو د افپرا (OFPRA) دوسیې لیکلې دي او د هغوی د پناه غوښتنې کېسونه یې ژباړلي دي. همداراز د کف (CAF) اداري کارونو کې یې له کډوالو سره مرستې کړې دي.

بل لور ته یاد سازمان دوبلین کېسونو کې له ډېرو کسانو سره مرستې کړې دي. نوې پاڼه بیا هغوی امائوس (Emmaüs) ته معرفی کړي دي.  د ښاغلي محمدي په خبره «ځینی کډوال چې وکیل ته اړتیا لري خو د وکیلانو فیس نه شي ورکولی، موږ هغوی ته رضاکار وکیلان نیسو او یا هم د وکیل فیس ورکړو

د آغلې پاسکال په حواله یاده ټولنه داسې بلوزونه جوړ کړي چې د #No Dublin ټاپې پرې لګول شوې دي او د مالې مرستي له پاره یې زارا مغازې ته خپل وړاندیزی لیږلی دی.

 

 


 

نورې ليکنې