په مديترانه کي د مهاجرو د مړيني واقعات زیات دي
په مديترانه کي د مهاجرو د مړيني واقعات زیات دي

د رسنيو د خبرونو له مخي ښايي مړه سوي کسان مهاجر ول چي غوښتل يې له افريقا څخه اروپا ته ځان ورسوي.

د هسپانيې ورځپاڼې »ايل پايس« د راپور له مخي په مديترانه کي لږ تر لږه ۲۰ انسانان مړه سوي دي. د دغې ورځپاڼي د راپور له مخي ښايي مړه سوي کسان مهاجر ول چي غوښتل يې د مديترانه د اوبو له لاري اروپا ته ځان ورسوي. يادي ورځپاڼي د خپلو معلوماتو منبع هغه مهاجر بللي دي چي د دغې پيښي څخه ژوندي پاته سوي دي.

يادي ورځپاڼي په خپل راپور کي ليکلي چي ژوندي پاته سوو مهاجرو ورته ويلي چي هغوی د ۲۲ نورو مهاجرو سره يوځای د مراکش له شمال ختيځ څخه په کښتۍ کي حرکت کړی ؤ. د هغوی له وينا ويل سوي چي د سفر پر وخت يو شمېر کسان مړه سول چي اوبو ته وغورځول سول.

د راپور له مخي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جون ۲۰مه نېټه) په يوه کښتۍ کي ۲۷ انسانان وموندل سول. دا د هغه وروسته چي هسپانوي ژغورونکو ته د يو مرستندويه سازمان له خوا خبر ورکړل سو چي له مراکش څخه ۴۹ کسان په کښتۍ کي روان سوي دي.

په کښتي کي سپاره ژوندي پاته سوي کسان د هسپانوي ژغورونکو په کښتۍ کي سپاره کړل سول. د ژغورونکو دغه کښتۍ د هسپانيې څخه دباندي د افريقا په شمالي ساحل کي واقع د دغه هيواد ټاپو مېليلا څخه د هسپانيې سويل برخې پر لار وه.

په تيرو کالونو کي په زرهاؤ افريقايانو کوښښ کړی چي د مراکش له لاري اروپا ته داخل سي. په ۲۰۱۸ کال نژدې ۱۱۷ زرو مهاجرو پر دغه لاره اروپا ته مخه کړې چي په ۲۰۱۷ کال يې شمېر ۵۵۷۰۰ ؤ. په دې توګه نو دغه د مهاجرت په يوې مهمې لارې بدله سوې ده.

آژانسونه / ا.و.ا.

 

نورې ليکنې