د پنجشنبې په ورځ د هنګري یوه محکمه څلور قاچاق وړونکي د ۷۱ کډوالو په مرګ کې د لاس لرلو له کبله په عمري بند محکوم کړل.
د پنجشنبې په ورځ (د جون ۶مه) د هنګري یوه محکمه څلور قاچاق وړونکي په عمري بند محکوم کړل. یاد کسان د ۷۱ کډوالو په مرګ کې د لاس لرلو له کبله په عمري بند کې محکوم شوي دي.
دا پېښه د ۲۰۱۵ کال په اګست کې شوې وه او قربانیان یې د عراق، افغانستان، ایران او سوریې وو. د هنګري سرتېري د قربانیانو جسدونه هغه لارۍ کې وموندل چې له اتریش سره په سرحد کې پرېښودل شوی و.
محکوم شوي کسان یو افغان او درې بلغاریایان دي. د محکمې د یو قاضي په خبره دوی د کډوالو له مرګوني حالت خبر وو، خو هېڅ یې و نه کړل.
یاده پېښه کې ټولټال ۷۱ کسان ووژل شول چې په ډله کې یې ۵۹ نارینه، ۸ ښځې او ۴ ماشومان وو.
بالقان مسیر کې دا پېښه تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.