آلمان کي د ځانګړو شرايطو پوره کولو په صورت کي غبرګ تابعيت هم ممکن دی.
آلمان کي د ځانګړو شرايطو پوره کولو په صورت کي غبرګ تابعيت هم ممکن دی.

يو شمېر کارپوهانو د آلمان د تابعيت له پاره د نوو وړانديز سوو اصولو په وړاندي خپل تحفظات روښانه کړي دي. پر تعديل تنقيد کوونکي له يو اړخوالي اندېښنه لري.

زيات آلمانيان چي کله واوري چي د داعش يو جنګيالي د آلمان تابعيت تر لاسه کړی ؤ او يا دا چي د داعش سره تړاو لرونکی کوم کس د آلمان تابعيت ترلاسه کوي، نو ورته زياتي اندېښنې پيدا کيږي. د آلمان ائتلافي ګوندونه مسيحي ډيموکراټ، مسيحي سوسيال او سوسيال دموکرات په پام کي لري چي د يادي او ورته ستونزو د هواري له پاره د آلمان د تابعيت د ورکړې په تړاو په قوانينو کي تغيرات راولي. د دغه تغيراتو هدف ترهګر جنګيالي دي.

خو د کارپوهانو، مرستندويه او د مهاجرو د ملاړ سازمانونو يوې اتحاديې د تابعيت په قوانينو کي د تغير د پلانونو په وړاندي خپلي اندېښنې څرګندي کړي دي. دغې اتحاديې په دې تړاو خپل اعتراض ليک او اعلاميه خپره کړې چي ورباندي ګڼ شمېر کارپوهانو خپل لاسليکونه کړي دي.

يادي اتحاديې د آلمان د تابعيت د ورکړي په قوانينو کي له تغير څخه خبرداری ورکړی دی. دغه تنقيد کوونکي اندېښنه لري چي هغه تغيرات چي هدف يې ترهګر جنګيالي دي، داسي نه چي په مجموع کي د آلماني تابعيت د ترلاسه کولو له پاره
د آلماني ژوند سره د ځان عيارول شرط وګرځوي. دا په دې معنی هغوی اندېښنه لري چي داسي نه چي په قانون کي داسي تغيرات راسي چي صرف هغه کسان د تابعيت حق ولري چي په اصطلاح «بشپړه آلمانيان» سوي وي.

ياد کارپوهان او اتحاديه يې نيوکه کوي چي د تعديل له مخي چي
د آلماني ژوند سره د ځان عيارول کوم شرط ايښودل سوی دي، هغه دقيق نه دی او ښايي چارواکي د پلي کولو پر وخت بېلابېل او د خپلې خوښي تعبيرونه ورڅخه واخلي. په اعتراض ليک کي د يادي فقرې په هکله راغلي چي په دې سره چارواکو ته داسي واک ورکول کيږي چي په ټوليزه توګه د تابعیت قوانين د اتيايمو کالونو پخواني وخت ته پرشاتګ کوي. د دغې اعلاميې له مخي به د نوي قانون له مخي د آلمان تابعيت لرونکي پر لومړۍ درجه او دويمه درجه تابعيت لرونکو ووېشل سي چي ورڅخه د دويمې درجې تابعيت لرونکي د تابعيت د له لاسه ورکولو د ګواښ سره مخامخ وي.

د آلماني تابعيت د ورکړې په قوانينو کي د تغير د طرحې په تړاو به د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جون ۲۰مه نېټه) د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي رايه اچونه وسي. د دغه قانون مقصد له هغو غبرګ تابعيت لرونکو څخه د آلماني تابعيت د بېرته اخيستلو امکان رامنځ ته کول دي، چي د ترهګرو ملېشو سره ملګري کوي. د دې تر څنګ هغه کسان چي تر يو څخه زيات ودونه لري، هغه نه سي کولای چي آلماني تابعيت تر لاسه کړي. هغه کسان چي د خپل هويت په هکله يې ناسم معلومات وړاندي کړي وي، د تابعيت ترلاسه کولو په لومړيو لسو کالو کي تابعيت بېرته له لاسه ورکولای سي. دمګړی تر پنځو کالو پوري د هويت په تړاو د ناسمو معلوماتو پر اساس تابعيت بېرته اخيستل کېدلای سي.

DPA

 

نورې ليکنې