د پنجشنبې په ورځ (د جون ۲۰مه) د پاریس په ۱۴مه سیمه کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسب د «کډوالو کور» پرانیستل شو. یاد مرکز چې د پاریس ښاروالۍ له خوا تمویلېږي د مهاجرو له پاره د معلوماتو او ابتکاراتو مرکز په توګه فعالیت کوي.
د پنجشنبې په ورځ د پاریس په ۱۴مه سیمه کې د «کډوالو کور» پرانیستل شو. یاد مرکز د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی او د پاریس ښاروالۍ له خوا تمویلېږي. د چارواکو په حواله، دغه مرکز پاریس کې د کډوالو له پاره د معلوماتو او ابتکاراتو ټولنه په توګه فعالیت کوي.
د پاریس ښاروالۍ مرستیاله دومینیک ورسیني وایي، د «کډوالو کور» چې په ۲۰۲۱ کال کې به د پاریس ۱۹مې سیمې ته انتقال شي د امائوس سولیداریتې انجمن او سینګا ټولنې له خوا اداره کېږي.
Créé par la Ville de Paris, géré par @EMMAUSolidarite et @SINGA_FRANCE, ce nouveau lieu est dédié à l'insertion durable des réfugiés dans la société parisienne et française. pic.twitter.com/kgFZx9CWDg
— Anne Hidalgo (@Anne_Hidalgo) June 20, 2019
اټکل دی چې د پاریس ښاروالۍ به هر کال د «کډوالو کور» ته ۵۰۰ زره یورو ځانګړي کړي. یاد مرکز د کاري ادغام، فرانسوي ژبې، سپورټي او فرهنګي برخو کې فعالیت کوي.
د اېمائوس سولیداریتې عمومي مشر برونو مور په وینا د «کډوالو کور» نه یوازې له کډوالو بلکې له څېړونکو، زده کوونکو او د پاریس ښاریانو سره هم مرسته کوي.
د پاریس ښاروالۍ مرستیاله دومینیک ورسیني په خبره د «کډوالو کور» د پاریس ښاروالې ان هیدالګو پخوانۍ پروژه ده چې اوس عملي شوې ده.