کرېډېټ: د فرونتکس له پاڼې څخه اخیستل شوی انځور
کرېډېټ: د فرونتکس له پاڼې څخه اخیستل شوی انځور

د اروپا د بهرنیو پولو د ساتنې اداره یا فرونتکس د شنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه د کډوالو یوه ویډیو خپره کړه. په ویډیو کې لیدل کېږي چې مدیترانه کې ۸۰ کډوال له یوې کب نیوونکې کښتۍ څخه تر وتلو وروسته په یوه کوچنۍ بېړۍ سپرېږي.

د شنبې په ورځ (د جون ۲۲مه) د اروپا د بهرنیو پولو د ساتنې اداره یا فرونتکس په خپله ټویټر پاڼه هغه ویډیو خپره کړه چې په کې ۸۰ کډوال له یوې کب نیوونکې کښتۍ څخه تر وتو وروسته یوه په یوه کوچنۍ بېړۍ سپرېږي.

یاده ویډیو په مدیترانه کې اخیستل شوې ده.

فرانتکس سازمان د ټویټونو په یوه لړۍ کې د پېښې د څرنګوالي په اړه وایي، چې له څو ساعتو راهیسې یې کارکوونکي له هوا څخه یاده کب نیوونکې کښتۍ تر نظر لاندې نیولې وه. د یاد سازمان په حواله تر څو ساعتو تېرېدو وروسته ۸۰ کډوال له کب نیوونکې کښتۍ څخه ووتل او کوچنۍ بېړۍ ته وننوتل.

د کډوالو تر کوزلو وروسته کب نیوونکې کښتۍ په چټکۍ سره له سیمې څخه لېرې شوه، خو د کډوالو بېړۍ ورو ورو د ایټالیا لامپدوسا بندر په لور حرکت وکړ. 

د فرونتکس په یو بل ټویټ کې راغلی چې بې پیلوته الوتکې یې ایټالوي او مالتایي چارواکو ته د پېښې په اړه اطلاع ورکړې ده.

یاده اداره تر څو ساعتو تېرېدو وروسته زیاته کړه چې د ایټالیا د ملي همغږیو مرکز د یو لړ عملیاتو په پایله کې د ایټالیا په ساحلي اوبو کې کب نیوونکې کښتۍ او اووه شکمن قاچاق وړونکي، چې په ډله کې یې ۶ مصریان او ۱ تونسي دي، نیولي دي. یاد عملیات کې د ایټالیا ساحلي ګارد او مالي پولیس ګډون درلود. نیول شوي کسان سیسیل ته وړل شوي او په بند کې دي. 

د اروپا د پولو د ساتنې اداره دا هم وایي چې کښتۍ کې ګڼ شمېر سپاره کډوال د ژغورنې واسکټونه نه درلودل او په سمندر کې یوازې پرېښودل شوي وو.

د فرونتکس ویانده اوا مونکور کډوال نیوز ته وایي، دا یوه پېژندل شوې طریقه ده خو زموږ اداره بریالۍ شوه چې د لومړي ځل له پاره د قاچاق وړونکو ویډیو واخلي. 

یاده ویډیو د افراطي کېڼ اړخو ګوندونو د ځینو پلویانو غوسه او کرکه پارولې ده. دغه کسان پر کډوالو او ژغورنې کښتیو تنقیدونه کړي او لیکلي چې د کډوالۍ بهیر باید پای ته ورسېږي. خو د یادونې وړ ده چې د پېښې پر مهال سیمه کې د ژغورنې کښتۍ موجودې نه وې. 

فرونتکس سازمان په یو بل ټویټ کې ویلي چې دغه ۸۰ کډوال د بنګله دېش، لیبیا او مراکش دي. 

 

نورې ليکنې