د کډوال نیوز له ارشیف څخه
د کډوال نیوز له ارشیف څخه

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون ۲۱مه) د فرانسې د دولت شورا د شمالي سیمې قومندانۍ ته امر وکړ چي ګرانډ سنت جمنازیم ته نږدې کډوالو ته په کافی اندازه تجهیزات برابر کړي.

د جمعې په ورځ د فرانسې د دولت شورا د شمالي سیمې قومندانۍ ته هدایت ورکړ چې ګراند سنت جمنازیم ته نږدې کډوالو ته په کافي اندازه تجهیزات برابر کړي. یاده شورا همدا راز ویلي چې شمالي قومندانۍ باید د خپلو ګزمو پر مهال مهاجرو ته د هغوی د حقونو په اړه معلومات ورکړي. 

د دولت شورا یاده قومندانۍ ته ۸ ورځې مهلت ورکړی چې یاد تجهیزات برابر کړي او د خپلو ګزمو پر مهال کډوالو ته د هغوی په ژبو لیکل شوي داسې سندونه ورکړي چې په کې د کډوالو حقونو په اړه معلومات شته.

له ۱۰ کلونو راهیسې ګڼ شمېر کډوال غواړي چي د ګرانډ سنت له لارې برتانیا ته ولاړ شي. د ۲۰۱۸ په دېسمبر میاشت کې یاده سیمه «د دولت پر خلاف» پرېکړه وکړه چې شاوخوا ۷۰۰ کډوالو ته په یو جمنازیم کې د اوسېدو ځایونه برابر کړي.

د دولت شورا په فرمان کې راغلی چې چارواکي باید بشري حقونو ته درناوی وکړي. یاده شورا زیاتوي چې جمنازیم کې کافي روغتیایي امکانات نه شته او کډوال، چې په ډله کې یې کم عمره کسان هم دي، په کافي توګه څښاک اوبو او تشنابونو ته لاس رسی نه لري.

بل لور ته د سیمې مدافع وکیل پاتریس اسپینوسی په یوه خبرپاڼه کې د دولت شورا دغې پرېکړه یوه بریا بللې ده. نوموړی زیاته کړې چی د دولت شورا د پرېکړې له مخې دولت د کډوالو د ساتنې په پرخه کې خپل مسولیت نه دی ادا کړی.

نوموړی دا هم ویلي چې په راتلونکو اونیو کې یاده سیمه له دولت څخه غواړي د کډوالو د هرکلي په برخه کې لګښت وکړي.

 

 

 

 


 

نورې ليکنې