د ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۶مه: کالې بندر کې د کښتیو تمځای. کرېډېټ: رویترز/پاسکال روسینیو
د ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۶مه: کالې بندر کې د کښتیو تمځای. کرېډېټ: رویترز/پاسکال روسینیو

د فرانسې پولیس په یوه خبرپاڼه کې وایي چې څېړونکي تر یوې لویې څېړنې وروسته په برتانیا، فرانسه او رومانیا کې د یوې قاچاقي ډلې ۱۷ غړي نیولي دي. پر دغو کسانو تور دی چې د مانش کانال له لارې یې د فرانسې له شمالي سیمې څخه برتانیا ته انسانان قاچاق کړي دي.

د دوشنبې په ورځ (د جون ۲۴مه) د فرانسې پولیس وویل چې څېړونکي تر یوې لویې او اوږدمهالې څېړنې وروسته په فرانسه، برتانیا او رومانیا کې له یوې قاچاقي ډلې سره تړلي ۱۷ شکمن کسان نیولي دي. پر دغو کسانو تور دی چې د مانش کانال له لارې یې ګن شمېر کدوال برتانیا ته قاچاق کړي دي.

د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان چې د فرانسې په شمالي سیمه کې یې فعالیت کاوه، تر لسو میاشتو څېړنو وروسته په برتانیا، فرانسه او رومانیا کې ونیول شول.

سرچینه زیاتوي: «د ۲۰۱۸ په اګست میاشت کې د ځینو لارۍ چلوونکو تر نیولو وروسته چې هڅې یې کولې له مانش کانال څخه تېر شي پولیسو د دې شبکې د موجودیت په اړه اطلاع ترلاسه کړه.»

خبرپاڼه همداراز وایي، کډوال د یادو لارۍ چلوونکو له خوا د فرانسې، بلجیم او هالنډ بندرونه څخه برتانیا ته وړل کېدل.

دا څېړنه د اروپا د پولیسو شبکې یا یوروپول او د اروپا د حقوقي اداره یا یوروجست په ګډون ترسره شوې ده.

څېړونکي وایي، کډوال په ټېلرونو او یا د لارۍ چلوونکو په سیټونو کې پټ ساتل کېدل.

یاد کسان مجبور وو چې د څو ساعتو – او په ځینو مواردو کې د څو ورځو – له پاره په همدغو ځایونو کې له پولیسو او امنیتي ځواکونو ځانونه پټ وساتي.

د ۲۰۱۹م کال د جون په ۱۰مه د فرانسې په ډنکرک ښار کې یو لارۍ چلوونکی په داسې حال کې ونیول شو چې غوښتل یې دوه کډوال له مانش کاناله تېر کړي.

بل لور ته پولیسو په یو لړ عملیاتو کې رومانیا کې د ډلې مشر او ۹ غړي ونیول. شپږ نور کسان همدا راز په برتانیا او فرانسه کې ونیول شول.

د څېړونکو په حواله یاده ډله ۲۵۹ ځله دا هڅه کړې چې کډوال د مانش له کاناله تېر کړي. سرچینه زیاتوي چې ۳۲۷ کسان د یادې ډلې له خوا برتانیا ته وړل شوي خو ۱۴۰ کډوال په سرحد کې درول شوي دي.

پولیس وایي چې دغه ډله تر اوسه پورې نږدې ۳ اعشاریه ۶ میلیونه یورو ګټه ترلاسه کړې ده.

اټکل دی چې برتانیا او رومانیا کې نیول شوي کسان به فرانسوي چارواکو ته وسپارل شي.


 

نورې ليکنې