د بلغاریې پولیس. کرېډېټ: پیکچر الاینز
د بلغاریې پولیس. کرېډېټ: پیکچر الاینز

بلغاریایي څارنوالان وایي چې د دې هیواد پولیسو یوه لویه قاچاقي ډله له منځه وړلې ده. یاده ډله په زرګونو افغان کډوالو له افغانستانه لوېدیځ اروپا ته قاچاق کړي وو.

بلغاریایۍ څارنواله سجیکا میلوا د سه شنبې په ورځ (د جون ۲۵مه) رسنیو ته وویل، یاده ډله ترکیې ته نږدې د مریتسا سمندر او بیا د ځنګلونو له لارې کډوال صربیا ته قاچاق کول.

چارواکي تر اوسه پورې د ډلې له خوا د قاچاق شویو کډوالو شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو دوی په دې اند دي چې یاده ډله له ۲۰۱۷ راهیسې فعاله وه او هره اوونۍ یې له ۳۰ تر ۴۰ کسانو اروپا ته انتقالول.

د نیول شویو کسانو په ډله کې یو عراقي، چې ښایي د ډلې مشر وي، یو سوریایي، څلور افغانان او دوه بلغاریایان دي.

د اغلې میلوا په حواله یاد کسان د دوشنبې په ورځ د بلغاریایي پولیسو د عملیاتو په پایله کې په پلازمېنه صوفیا، بورګاس او یامبول سیمو کې ونیول شول.

د څارنوالانو مرستیال ایوان ګېشېف د قاچاق وړونکو تر نیول کېدو وروسته وویل، دا بلغاریا کې تر ټولو لویه قاچاقي ډله وه.

چارواکي وایي دغو قاچاق وړونکو اروپا ته د هر کس د قاچاق کولو په بدل کې له ۸۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ یورو اخیستل.


 

نورې ليکنې