د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۹مه) شاوخوا ۷۰۰ کډوال د بوسنیا له بیهاچ ښار څخه یو موقتي کمپ ته یووړل شول. خو یاده سیمه یوه پخوانۍ کثافت دانۍ ده چې د بوسنیا او کروېشیا په سرحدونو کې موقعیت لري. د ملګرو ملتونو ادارې دغه سیمه خطرناکه بللې او زیاته یې کړې چې کمپ کې کډوال روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري.
له یوې اوونۍ راهیسې د بوسنیا د وجاک سیمې په یوه پخوانۍ کثافت دانۍ کې، چې د صربیا او کروېشیا تر منځ سرحدونو کې موقعیت لري، په لسګونو خیمې درول شوې دي. سیمه د پولیسو بله خوا ساتل کېږي.
یاد کسان چې ډېری یې د اسیایي او د منځني ختیځ هیوادونو څخه راغلي، د بوسنیایي چارواکو له خوا له بیهاچ ښار څخه شا ته تمبول شوي دي. دوی په کافي اندازه پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او اړ دي چې د ځان مینځلو له پاره په اوږدو کتارونو کې انتظار وباسي.
پاکستاني کډوال محمد جمیل رویترز ته وایي: «دا کمپ نه دی. دلته نه تشناب شته نه خواړه شته.»
د یاد کمپ ځینې نور اوسېدونکي ویلي چې سیمه له ښاره لېرې ده او په کې ماران شتون لري.
ماین لرونکې سیمه
بل لور ته د مهاجرت نړیواله اداره او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار کړی چې یاد ځای کې نه یوازې روغتیایي امکانات نه شته بلکې کمپ ته نږدې د ماینونو یوه پخوانۍ کرونده هم موقعیت لري.
یاد کډوال له هغې وروسته دغه کمپ ته یووړل شول چې د بیهاچ ښار اوسېدونکي د روان وضعیت پر وړاندې لاریونونه وکړل. د یادو اعتراض کوونکو په حواله هغه کډوال چې د بیهاچ په سړکونو او پارکونو کې اوسېږي د ناامنیو او ناروغیو د زیاتېدو لامل کېدی شي.
سره له دې چې د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال بوسنیا کې د کډوالو شمېر کم و، خو د هنګري، سلوانیا او کروېشیا د پولو تر تړل کېدو وروسته یاد هیواد کې د بند پاتې شویو کډوالو شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
تېر کال شاوخوا ۲۵۰۰۰ کسان د صربیا او مونته نګرو له لارې بالقان هیوادونو ته داخل شول. د ۲۰۱۹ له پیله تر دې دمه ۹۰۰۰۰ کډوال یاد هیواد ته ننوتلي دي. د بوسنیا په بیهاچ او ولیکا کلادوشا ښارونو کې، چې د کروېشیا پولې ته نږدې موقعیت لري، شاوخوا ۶۰۰۰ کډوال اوسېږي. خو تر اوسه پورې یوازې ۳۵۰۰ کډوالو ته د ترانزیټ په مرکزونو کې د اوسېدو ځایونه ورکړل شوي دي.