ترکي چارواکي وایي له کډوالو ډکه یوه لارۍ د دې هیواد په ادرنې ولایت کې له یو دیوال سره ټکر کړی چې په پایله کې یې ۱۰ کډوال مړه او ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي. دوی زیاتوي چې ترکي سرتېري دغه موټر ته د درېدو امر وکړ خو لارۍ چلوونکی له امره سرغړونه وکړه.
ترکي چارواکي وایي د چهارشنبې په ورځ (د جون ۲۶مه) له کډوالو ډکه یوه لارۍ د دې هیواد په ادرنې ولایت کې د یو پلورنځي له دیوال سره ټکر کړی چې په پایله کې یې ۱۰ کډوال مړه او ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي. د سرچینې په حواله ترکي سرتېري دغه موټر ته د درېدو امر کړی و خو لارۍ چلوونکی له امره سرغړونه وکړه.
چارواکي په یوه خبرپاڼه کې وایي، پېښه د چهارشنبې په ورځ د ترکیې د شمال ختیځ ولایت ادرنې په مریک ښار کې رامنځته شوه چې له یونان سره ګډ سرحد لري.
Van carrying migrants crashes in northwest Turkey; 10 killed https://t.co/BEa1Ia8RzJ pic.twitter.com/HuUWKQw5Wd
— Andy Vermaut (@AndyVermaut) June 26, 2019
خپرپاڼه کې دا هم راغلي چې یاد موټروان غوښتل د پولیسو د تلاشۍ له یوې پوستې څخه وتښتي، خو د زیات سرعت له امله یې د ښار په اصلي څلورلاره کې د موټر کنترول له لاسه ورکړ او موټر د یو پلورنځي له دیوال سره ټکر شو.
د ترکي خبري اژانس دمیرورېن په حواله تر پېښې وروسته ټپیان روغتون ته وړل شوي دي. خو تر اوسه پورې د هغوی د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
ادرنې ولایت له یونان او بلغاریا سره ګډ سرحدونه لري او اروپا ته د را تلونکو کډوالو له پاره یو مهم ترانزیټي ښار بلل کېږي.