د جون ۱۹مه: د سي واچ کښتۍ کپتانه کارولا رکېت. کرېډېټ: ټویټر، @seawatch_intl
د جون ۱۹مه: د سي واچ کښتۍ کپتانه کارولا رکېت. کرېډېټ: ټویټر، @seawatch_intl

د الماني سازمان واچ د ژغورنۍ کښتۍ کپتانه وایي، سره له دې چې ګواښونه ډېر دي خو هغه د ایټالیا ساحلي اوبو ته د ننوتلو پرېکړه کړې او غواړي چې کښتۍ کې سپاره کډوال لمپدوسا بندر کې ښکته کړي.

سي واچ سازمان په یو نوي ټویټ کې وایي چې کښتۍ یې د ایټالیا د ساحلي اوبو په لور حرکت کړی او تصمیم لري چې کډوال لمپدوسا بندر کې ښکته کړي.

سي واچ ۳ کښتۍ چې ۴۲ کډوال په کې سپاره دي له ۱۳ ورځو راهیسې په مدیترانه کې بنده پاتې ده.

د سه شنبې په ورځ د یادې کښتۍ کپتانه کارولا رکېټ ایټالوۍ ورځپاڼې لا رپوبلیکا ته ویلي وو: «زه به هرومرو د ایټالیا ساحلي اوبو ته ننوزم او کډوال د لمپدوسا ښار په یو خوندي بندر کې کوزوم.»

نوموړې دا هم ویلي چې د اروپا د بشري حقونو محکمې هغه تصمیم ته انتظار باسي چې د سي واچ سازمان د غوښتنې په ځواب کې نیول کېږي. سي واچ سازمان له یادې محکمې څخه د «موقتي اقداماتو» په اړه غوښتنه کړې وه.  

د یادونې وړ ده چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر د نوي فرمان له مخې دغه ۳۱ کلنه جرمنۍ کپتانه ممکن له ناقانونه کډوالۍ سره د ملاتړ په تور له قضایي تعقیب، د کښتۍ ضبطېدو او ۵۰۰۰۰ یورو جرمانې سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د سه شنبې په ورځ وویل سي واچ ۳ کښتۍ په هېڅ وجه ایټالیا ته نه رسېږي.

سي واچ ۳ د جون په ۱۲مه ۵۳ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل. خو د یادې کښتۍ کپتانه له دې نه ډډه وکړه چې ژغورل شوي کډوال لیبیا ته یوسي.

د جون په ۱۵مه نېټه ایټالوي چارواکي کښتۍ کې ۱۰ سپرو کسانو، چې په ډله کې یې ۳ بې سرپرسته او کم عمره کسان او دوه مېندوارې مېرمنې هم دي، اجازه ورکړه چې د ایټالیا په لامپدوسا بندر کې ښکته شي.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د ایټالیا ساحلي اوبو ته نږدې ۴۳ کډوال بند پاتې دي

 

نورې ليکنې