د ۲۰۱۹ د جون ۲۶مه: پاریس په پورت دوبرویلیې سیمه کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز.jpeg
د ۲۰۱۹ د جون ۲۶مه: پاریس په پورت دوبرویلیې سیمه کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز.jpeg

نن پنجشنبه د جون ۲۷مه د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو څو کمپونه وتړل شول. یادو کمپونو کې په سلګونو کډوال اوسېدل چې په ډله کې یې کورنۍ هم وې.

نن پنجشنبه د جون ۲۷مه د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو څو ناقانونه کمپونه د ایل دو فرانس قومندانۍ او فرانس تر دزیل ادارې له خوا وتړل شول. یاد عملیات د سهار په ۷ بجو په پورت دوبرویلیې سیمه کې پیل او په ارامۍ سره ترسره شول.

اټکل دی چې مجرد کډوال به د ایل دو فرانس د هرکلي او د وضعیت د ازمویلو مرکزونو (CAES) ته ولېږدول شي او کورنۍ به د اوسېدو ځای د ترلاسه کولو له پاره د پاریس د هرکلي ورځني مرکز ته سوق شي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ۲۰۰ نور کډوال د پولیسو سرویسونو ته له سپرېدو څخه ډډه وکړه.  

د فرانسې خبري اژانس د یوتوپیا ۵۶ ټولنې د یو بنسټګر یان مانزي له قوله وایي: «ځینې کډوال به نن شپه بېرته سیمې ته راشي. د کمپونو د تړلو پر مهال دوی خپل وسایل او خپلې خیمې راټولوي، خو د شپې له خوا بېرته راځي.»

نوموړې زیاته کړې: «ټولو کډوالو ته د اوسېدو ځایونه برابرول ښه کار دی. خو په لومړي سر موږ داسې کمپونه غواړو چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له نورمونو سره برابر وي.»

د کمپونو د اوسېدونکو په ډله کې په سلګونو کورنۍ هم لېدل کېدلې.

د ۲۰۱۹ له اپریل میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۰۰۰ کډوال د پاریس د شمالي سیمې کمپونو څخه ایستل شوي دي.


 

نورې ليکنې