سي واچ د لمپدوسا په بندر کې. کرېډېټ: رویترز
سي واچ د لمپدوسا په بندر کې. کرېډېټ: رویترز

وروسته له دې چې د چهارشنبې په ورځ (د جون ۲۷مه) د سي واچ کښتۍ کپتانه کارولا رکېت د ایټالیا ساحلي اوبو ته د ننوتلو پرېکړه وکړه، د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني وویل چې نوموړې یوه «مشکل جوړوونکې» کپتانه ده. ښاغلی سالویني نه غواړي چې سي واچ ۳ کې سپاره کډوال د ایټالیا په خاوره کې ښکته شي.

د چهارشنبې په ورځ (د جون ۲۶مه) د سي واچ د ژغورنې کښتۍ المانۍ کپتانه کارولا رکېت تصمیم ونیو چې لمپدوسا بندر کې د کډوالو د ښکته کېدو له پاره د ایټالیا ساحلي اوبو ته داخل شي. سي واچ ۳ کښتۍ کې ۴۲ کډوال له دوو اوونیو راهیسې د ایټالیا لمپدوسا بندر ته نږدې بند پاتې دي.

۳۱ کلنه رکېت د سي واچ سازمان پر رسمي ټویټر پاڼه ولیکل: «لمپدوسا بندر ته مې د ننوتلو تصمیم ونیو. پوهېږم چې دا یو خطرناک کار دی، خو کښتۍ کې سپاره کډوال ستړي شوي دي.»

یاده کښتۍ له پرون شپې راهیسې د لمپدوسا کوچني بندر مخ ته انتظار باسي. ایټالوي چارواکي د کښتۍ او د کارکوونکو د سندونو د لیدلو له پاره کښتۍ ته ننوتلي دي.

دا په داسې حال کې چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «هغه کسان چې د قوانینو درناوی نه کوي باید ځواب ورکړي. د سي واچ مشکل جوړوونکې کپتانه هم ځواب ورکولو ته مجبوره ده.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د سي واچ کښتۍ کپتانه: «لمپدوسا بندر ته مې د ننوتلو تصمیم ونیو» 

سالویني وایي: «زه یې ډېر په تنګ کړم!»

ښاغلی سالویني دا هم ویلي چې هېڅوک له کښتیه کوزېدلی نه شي مګر دا چې کډوال ایټالیا کې تر کوزېدو وروسته امسترډام، برلین او یا بروکسل ته یووړل شي. هغه زیاته کړې چې د دې وضعیت ډېر تنګ راغلی دی.

خو دا په داسې حال کې ده چې په انټرنټي پاڼو کې ګڼ شمېر کسان د سي واچ کپتانې زړورتیا ستایلې ده.

بل لور ته سي واچ سازمان وایي چې د کډوالو د خراب وضعیت له امله یې ایټالیا ساحلي اوبو ته د ننوتلو پرېکړه کړې.

سره له دې چې سي واچ وایي د نړیوالو سمندري قوانینو پر بنسټ یې تصمیم نیولی خو د سالویني د نوي فرمان له مخې ممکن چې د کښتۍ کپتانه له ناقانونه کډوالۍ سره د ملاتړ په تور له قضایي تعقیب، د کښتۍ ضبطېدو او ۵۰۰۰۰ یورو جرمانې سره مخ شي.

 

نورې ليکنې