ناروغ کډوال او کوچنی ورور یې ایټالیا کې ښکته کېږي. کرېډېت: رویترز
ناروغ کډوال او کوچنی ورور یې ایټالیا کې ښکته کېږي. کرېډېت: رویترز

د پنجشنبې په شپه د سي واچ ۳ له ژغورنې کښتۍ څخه یو ۱۹ کلن کډوال او کوچنی ورور یې د ایټالیا په خاوره کې کوز شول. یاد کډوال ناروغ و او بدن یې سخت درد کاوه.

د پنجشنبې په شپه (د جون ۲۷مه) د سي واچ ۳ له ژغورنې کښتۍ څخه، چې اوس مهال د لمپدوسا کوچني بندر مخ ته انتظار باسي، یو ۱۹ کلن کډوال او کوچنی ورور یې د ایټالیا په خاوره کې کوز شول. یاد کډوال ناروغ و او بدن یې سخت درد کاوه.  

د سي واچ د ژغورنې کښتۍ المانۍ کپتانه کارولا رکېت تېره چهارشنبه تصمیم ونیو چې لمپدوسا بندر کې د کډوالو د ښکته کېدو له پاره د ایټالیا ساحلي اوبو ته داخل شي. نوموړې د سي واچ سازمان پر رسمي ټویټر پاڼه ولیکل: «لمپدوسا بندر ته مې د ننوتلو تصمیم ونیو. پوهېږم چې دا یو خطرناک کار دی، خو کښتۍ کې سپاره کډوال ستړي شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي، هېڅوک له کښتیه کوزېدلی نه شي مګر دا چې کډوال ایټالیا کې تر کوزېدو وروسته امسترډام، برلین او یا بروکسل ته یووړل شي.  

بل لور ته د پنجشنبې په ورځ اروپایي کمیسیون اعلان وکړ چې ځینې اروپایي هیوادونه د یادو کډوالو د منلو له پاره چمتووالی ښودلی خو دوی لومړی باید له کښتیه ښکته کړل شي.

سره له دې چې سي واچ وایي د نړیوالو سمندري قوانینو پر بنسټ یې تصمیم نیولی خو د سالویني د نوي فرمان له مخې ممکن چې د کښتۍ کپتانه له ناقانونه کډوالۍ سره د ملاتړ په تور له قضایي تعقیب، د کښتۍ ضبطېدو او ۵۰۰۰۰ یورو جرمانې سره مخ شي.

 

نورې ليکنې