د ۲۰۱۹ د جون ۲۶مه: کارولا رکېت. کرېډېت: رویترز/ګوګلیلمو مانجیاپان
د ۲۰۱۹ د جون ۲۶مه: کارولا رکېت. کرېډېت: رویترز/ګوګلیلمو مانجیاپان

له هغې وروسته چې د سي واچ ۳ کښتۍ کپتانه کارولا رکېت په یوه ویډیو کې د ایټالیا ساحلي اوبو ته د ننوتلو اعلان وکړ، ټولنیزو شبکو کې ګڼ شمېر مهاجر پلوه فعالانو دا ښځه «یوه اتله» وبلله. بل لور ته ځینې کسان لکه د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني وویل چې کارولا رکېت یوه «مشکل جوړوونکې» کپتانه ده. کډوال نیوز د آغلې رکېت په اړه معلومات ورکوي.

د چهارشنبې په ورځ (د جون ۲۶مه) د سي واچ ۳ کښتۍ کپتانه کارولا رکېت په یوه ټویټ کې اعلان وکړ، چې تصمیم لري د ایټالیا ساحلي اوبو ته داخل شي او کښتۍ کې سپاره ۴۲ کډوال یو خوندي بندر کې ښکته کړي. نوموړې زیاته کړه، چې ګواښونه او خنډونه پېژني خو کومه بله چاره نه لري ځکه کښتۍ کې سپاره کډوال ستړي شوي دي.

د ګواښونو په اړه: د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر: د سي واچ کپتانه «مشکل جوړوونکې» ده

۳۱ کلن کارولا رکېت د جرمني په شمالي سیمه کیل کې زېږېدلې ده او له ۸ کلونو راهیسې د کښتۍ چلولو په برخه کې فعالیت کوي. نوموړې د کښتۍ چلولو او چاپېریال ساتنې په برخو کې په المان او بیا برتانیا کې مسلکي زده کړې کړې دي.

آغلې رکېت په یوه ویډیو کې چې د چهارشنبې په ورځ د سي واچ سازمان په رسمي ټویټر پاڼه خپره شوه وویل: «تل مې قطبي سیمو مې مینه لرله ځکه یادې سیمې ښکلې او الهام بخښونکې دي.»

نوموړې د چاپېریال ساتنې ترڅنګ له ټولنیزو چارو سره هم مینه لري او له همدې کبله یې پرېکړه وکړه چې خپلې رخصتۍ موده سي واچ سازمان سره مدیترانه کې تېره کړي.

د آغلې رکېت لومړی ماموریت په ۲۰۱۶ کې ترسره شوی دی. هغه مهال مدیترانه کې د ژغورنې کښتیو شمېر ډېر و او د ایټالیا نظامي کښتیو سره یې مرستې کولې. خو د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې ایټالیا کې د پوپولیست حکومت تر واکمنۍ وروسته د ایټالوۍ کښتیو شمېر کې کموالی راغی او پر ژغورنې کښتیو له قاچاق وړونکو سره د ملاتړ ټاپې او تورونه ولګول شول.

«چمتو یم چې بندي خانې ته ولاړه شم»

آغلې کارولا رکېت په خپله ویډیو کې زیاتوي: «اروپایان خپلو حکومتونو ته اجازه ورکړه چې په سمندر کې دیوال جوړ کړي. خو په اروپا کې داسې یوه مدني ټولنه هم شته چې د دې پر وړاندې مبارزه کوي او زه د همدې ټولنې یوه غړې یم.»

نوموړې د خپلې پرېکړې تر اعلانولو وروسته وویل: «چمتو یم چې بندي خانې ته ولاړه شم او په محکمه کې له ځانه دفاع وکړم، ځکه هغه څه چې موږ کوو سم او عادلانه دي.»

آغلې رکېت د چهارشنبې په ورځ د لمپدوسا ټاپو د کښتۍ چلولو مرکز له خبرداریو سربېره د ایټالیا ساحلي اوبو ته ننوته او اوس یې کښتۍ د لمپدوسا کوچني بندر مخ ته انتظار باسي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د سي واچ کپتانه: لمپدوسا بندر ته مې د ننوتلو تصمیم ونیو» 

«اتله» که «مشکل جوړوونکې»؟

ایټالیا ساحلي اوبو ته تر ننوتلو وروسته د ایټالیا کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل: «هغه کسان چې د قوانینو درناوی نه کوي باید ځواب ورکوي. د سي واچ مشکل جوړوونکې کپتانه هم ځواب ورکولو ته مجبوره ده.» نوموړی دا هم وویل چې یاده کپتانه د کډوالو پر بدنونو باندې سیاست کوي.

خو په همدې حال کې ټولنیزو شبکو کې ګڼ شمېر مهاجر پلوه فعالانو، سیاستوالو او ان عادي خلکو د یادې کپتانې دغه ګام ستایلی او د نوموړې د بشپړ ملاتړ اعلان یې کړی دی. له هغې وروسته چې سي واچ په خپله پاڼه د آغلې رکېت د قضایي چارو د لګښتونو له پاره د مالي مرستې غوښتنه وکړه تر اوسه پورې تر ۲۴۰ زره ډېر یورو راټول شوي دي.

ایټالوي سناټور ګرېګوریو دې فالکو ویلي چې د یاډې کپتانې «د اخلاقي کرامت کچه لوړه ده». د نوموړي په حواله د آغلې رکېت دغه ګام دا ښيي چې هغه د خپلو مسولیتونو پوره کولو ته بشپړ چمتووالی لري.

بل لور ته ایتالوي لیکوال او خبریال روبرتو ساویانو نوموړې یوه «زړه وره کپتانه» بللې.  

د کښتۍ د اوسني وضعیت په اړه: سي واچ کښتۍ: یو ناروغ کډوال او ورور یې د ایټالیا په لمپدوسا بندر کې کوز شول

 

نورې ليکنې