د جون ۲۹مه: کارولا رکېت د پولیسو له خوا ونیول شوه. کرېډېټ: رویترز/ګوګلیلمو مانګیاپان
د جون ۲۹مه: کارولا رکېت د پولیسو له خوا ونیول شوه. کرېډېټ: رویترز/ګوګلیلمو مانګیاپان

د یکشنبې په ورځ جرمني او فرانسه د ایټالیا حکومت له سي واچ کښتۍ کپتانې کارولا رکېت سره د ناسم چلند پر وړاندې غبرګونونه وښودل. دا په داسې حال کې ده چې اروپایي هیوادونو کې ګڼ شمېر خلک له آغلې رکېت سره د ملاتړ اعلان کړی او د هغې د محاکمې له پاره یې سي واچ سازمان سره مالي مرستې کړې دي.

د یکشنبې په ورځ (د جون ۳۰مه) جرمني او فرانسه د ایټالیا حکومت له سي واچ کښتۍ کپتانې کارولا رکېت سره د ناسم چلند پر وړاندې غبرګونونه وښودل. یاده کپتانه د جمعې په شپه وروسته له هغې د ایټالوي پولیسو له خوا ونیول شوه چې هڅه یې وکړه سي واچ کښتۍ کې سپاره ۴۲ کډوال په زوره لمپدوسا بندر کې ښکته کړي.  

بل لور ته اروپایي هیوادونو کې ګڼ شمېر خلک له آغلې رکېت سره د ملاتړ اعلان کړی او د هغې د محاکمې له پاره یې سي واچ سازمان سره مالي مرستې کړې دي. د رپوټونو په حواله د آغلې رکېت د محاکمې لګښتونو د پوره کولو او سي واچ سازمان د ژغورنې عملیاتو د ادامې له پاره تر اوسه پورې تر یو میلیون یورو ډېرې پیسې راټولې شوې دي.

مالي مرستې

آغلې رکېت له ایټالوۍ ورځپاڼې کوریه دلا سېرا سره په یوه مرکه کې ویلي: «دا د تاوتریخوالي کومه پېښه نه ده، بې اطاعتۍ ده.» نوموړې په دې تورنه ده چې د پولیسو یوې بېرۍ یې مجبوره کړه د لمپدوسا بندر څخه لرې شي.

کارولا رکېت دا هم ویلي، له دې وېرېدله چې کډوال، چې ډېری یې لامبو نه شي وهلی، بندر ته د رسېدو په خاطر ځان له بېړۍ څخه سمندر ته واچوي.

آغلې رکېت چې د جمعې په شپه د ایټالوي پولیسو له خوا ونیول شوه لمپدوسا بندر کې په یوه کور کې نظربند ده. اټکل دی چې نن له غرمې وروسته به کارولا رکېت د اګریجانت سیمې یوې محکمې ته حاضره شي.

د رسنیو په حواله آغلې رکېت په دې تورنه ده چې د یوې جنګي بېړۍ پر وړاندې یې مقاومت ښودلی، د ناقانونه مهاجرت ملاتړ یې کړی، او د ایټالیا ساحلي اوبو ته په ننوتلو سره یې د دې هیواد له قوانینو څخه سرغړونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې حکومت ویلي چمتو دی سي واچ ۳ کښتۍ کې سپاره ۱۰ کډوال ومني.

بل لور ته د المان ولسمشر فرانک – والتر اشتاینمایر ویلي چې ایټالیا، چې د اروپا د یو بنسټ اېښودونکی هیواد په توګه پېژندل کېږي، یاده مسله باید په متفاوته توګه حل کړي. په همدې حال کې د شنبې په ورځ د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل، د آغلې کارولا رکېت په وړاندې تورونه باید ژر تر ژره روښانه شي.

 

نورې ليکنې