پرواکتیوا اوپن ارمز سازمان وایي چمتو دی په مرکزي مدیترانه کې د کډوالو د ژوند د ژغورلو له پاره درنې جرمانې ورکړي او یا هم په بند محکوم شي. د یاد سازمان د ژغورنې کښتۍ د لیبیا د ساحلي اوبو په لور روانه ده.
اسپانوي سازمان پرواکتیوا اوپن ارمز ویلي چمتو دی په مرکزي مدیترانه کې د کډوالو د ژوند د ژغورلو له پاره درنې جرمانې ورکړي او یا هم په بند محکوم شي. د یاد سازمان د ژغورنې کښتۍ یا ایلان کردي اوس مهال د لیبیا د ساحلي اوبو په لور روانه ده.
د فرانسې خبري اژانس د اوپن ارمز سازمان د بنسټګر اسکار کمپز له قوله وایي: «که د خلکو د ژوند د ژغورلو له پاره باید زندان ته ولاړ شم او یا جرمانې ورکړم، زه به هرومرو د کډوالو ژوند وژغورم.»
نوموړی زیاته کړې: «زه له زندانه نه وېرېږم خو له سمندره وېرېږم. مور مې ویل چې له زندانه وتل ممکن دي خو د سمندر له بېخه وتل ممکن نه دي.»
د اوپن ارمز سازمان د ژغورنې کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د لیبیا د ساحلي اوبو په لور روانه شوه. د ښاغلی کمپز په حواله ښایي چې نوموړی د خپلې دغې پرېکړې له کبله اسپانوي چارواکو ته درنې جرمانې (له ۲۰۰۰۰۰ تر ۹۰۰۰۰۰ یورو پورې) ورکړي.
د اوپن ارمز د ژغورنې کښتۍ له څلورو میاشتو راهیسې بارسلونا بندر کې بنده وه او اجازه یې نه لرله چې له بندره ووځي.
تر دې مخکې د اسپانیا حکومت ویلي وو چې یاده کښتۍ د ژغورنې د نړیوالو قوانینو خلاف کارونه کول.