پاکستان کې مېشته يوه افغان کډواله کورنۍ د خوښۍ په حالت کې. کرېډېټ: UNHCR
پاکستان کې مېشته يوه افغان کډواله کورنۍ د خوښۍ په حالت کې. کرېډېټ: UNHCR

د پاکستاني چارواکو په حواله په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده تر یوه کاله غځول شوې ده. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره د پاکستان حکومت دغه پرېکړه ستایلې ده.

د پاکستان د سرحداتو د وزارت د يوې اعلاميې ترمخه پاکستان کې مېشت ثبت شويو افغانان کډوالو ته يو کال نور هم دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده. 

د اعلاميې له مخې دغه پرېکړه د پاکستان د فېدرالي کابينې په غونډه کې شوې ده چې ترمخه به يې پاکستان کې مېشته ثبت شوي ۱۔۴ ميليونه کډوال د جون ۲۰۲۰م پورې دغه هېواد کې پاتې کېدی شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې د پاکستان د پرېکړې ستاينه کړې ده. 

پاکستان کې د يادې ادارې استازې رويندريني منيکديوال يو بيان کې وويل چې د دې پرېکړې سره به پاکستان کې مېشته د بې ثباتۍ او اندېښنې سره مخ افغان کډوال په سکون سره شي.


 

نورې ليکنې