افغان کډوال د پاریس هرکلي او ازمویلو په مرکز کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
افغان کډوال د پاریس هرکلي او ازمویلو په مرکز کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو د دوشنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۹ د اکټوبر په لومړۍ نېټه به پاریس کې د کډوالو د هرکلي درې نوي مرکزونه پرانیستل شي. یاد مرکزونه به د ۴۰۰ کسانو ظرفیت ولري.

د دوشنبې په ورځ د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د اکټوبر په لومړۍ نېټه به پاریس کې د کډوالو د اوسېدو له پاره درې نوي مرکزونه پرانیستل شي.

·         د هغو نارینه کډوالو مرکز چې مسلکي بازار ته یې لاره موندلې. دغه مرکز به د ۲۰۰ کسانو ظرفیت ولري. ښاغلی کادو وایي چې د دې مرکز هدف به دا وي چې کډوال ځان ته د دایمي اوسېدو ځای پیدا کړي. 

پته: Boulevard Poniatowski د پاریس په ۱۲مه ناحیه کې.  

·         همدغه ناحیه کې به د شپې یو مرکز پرانیستل شي چې کورنیو ته ځانګړی شوی او د ۷۰ کسانو ظرفیت لري.

·         د هرکلي او ازمویلو یو مرکز (CAES) چې د پاریس د ترانسپورټ ادارې په یوه وداني کې به موقعیت ولري. دغه مرکز د ۱۵۰ کسانو ظرفیت لري. د هرکلي او ازمویلو مرکزونو موخه دا ده چې کډوالو ته د اوسېدو موقتي ځایونه برابر کړي. اوس مهال ایل دو فرانس کې ۵ داسې مرکزونه شته چې د ۷۵۰ کسانو ظرفیت لري. 

پته: Boulevard Ney

ښاغلی میشل کادو دا هم وویل چې پاریس کې به له لرګيو څخه جوړ شوي کورونه هم جوړ شي.

په همدې حال کې د پاریس ښاروالۍ یو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د ایل دو فرانس قومندانۍ دغې پروژې ضروري دي. خو هغه زیاته کړې چې یاد اقدامات باید د ټولو کډوالو له پاره وي. د نوموړي په حواله د دې پروژې په چوکاټ کې دوبلیني شوو کډوالو ته کومه حل لاره نه ده موندل شوې.

د ایل دو فرانس قومندانۍ له مخې د پاریس په شمالي سیمه کې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ کسان، چې په ډله کې یې کورنۍ هم دي، په چټلو کمپونو کې اوسېږي. خو د پاریس ښارواله وایي چې د دغو کسانو شمېر تر هغه لوړ دی چې چارواکي یې ښيي.


عملي معلومات:

د نارینه کډوالو د هرکلي ورځني مرکزونه:

1 boulevard du Palais, 75004 Paris

82 avenue Denfert-Rochereau, 75014 Paris

د کورنیو د هرکلي ورځني مرکزونه:

rue de Lesdiguières, 75004 Paris

د هرکلي او د ازمویلو مرکزونه:

د هرکلي او د ازمویلو مرکزونه په پاریس او ایل دو فرانس کې موقعیت لري: بولوار نې (په ۱۸مه ناحیه) کې، نانتر (او – دو – سن) کې، ول – لو – پنیل (سن – اې – مارن) کې، ریزورانژیس (اېسون) کې، او سرژي (وال دواز) کې.

 

نورې ليکنې