د پاریس ښاروالۍ تصمیم لري د خوړو د وېشلو، خوندیتوب او صفایۍ د رعایتولو په موخه مهاجر پلوه ټولنو ته یو لارښود ورکړي. پاریس کې مېشته یوه مرستندویه ټولنه د ښاروالۍ د دې پرېکړې په غندلو سره وایي دا د «کډوالو ملاتړ کوونکو د مجرم بللو» پروسه ده.
د پاریس ښاروالۍ دغه لارښود چې مهاجر پلوه ټولنو
ته به ووېشل شي څلور قاعدې لري:
· د نظافت مراعاتول
· خوندیتوب او په ځانګړې توګه «د کډوالو ترمنځ د شخړو مخنیوی»
· د سړکونو خوندیتوب او په ځانګړې توګه د موټرو پارکول
· چاپېریال ساتنه
د پاریس ښاروالۍ وایي چې له څو کلونو راهیسې د ښاریانو ګڼې ټولنې پر کډوالو خواړه وېشي، خو دوی «د قواعدو په اړه څه نه پوهېږي او د خوندیتوب اصولو ته درناوی نه کوي.»
د یادې ښاروالۍ په حواله دغه لارښود د چاپېریال ساتنې له پاره چمتو شوی دی.
د پاریس ښاروالۍ کډوال نیوز ته وایي: «موږ نه غواړو چې د خوړو وېشلو پروسې ودرول شي. موږ یوازې غواړو چې ټولنو ته معلومات ورکړو څو د خوړو وېشلو پروسه هماهنګه شي. د یادونې وړ ده چې پاریس کې موږ د خوړو وېشلو ۱۲۰ ځایونه لرو چې د دولت، ښاروالۍ او ښاریانو له خوا تمویلېږي. موږ همدا راز ۱۲ رستورانونه لرو.»
یاده ښاروالۍ زیاتوي: «دغه لارښود همدا راز موږ ته اجازه ورکوي چې د خوړو وېشلو وختونو – سهار، غرمه، ماښام – په اړه هم کره معلومات ولرو او منسجم یې کړو.»
د فرانسې خبري اژانس په یوه رپوټ کې وایي چې لارښود کې له قواعدو څخه سرغړوونکو ته سزاګانې هم ټاکل شوې دي.
د «کډوالو ملاتړ کوونکو د مجرم بللو» پروسه
دا په داسې حال کې ده چې د سولیداریتې میګران ویلسن په نامه د یوې مرستندویې ټولنې مشر فیلیپ کارو، چې له څو کلونو راهیسې پورت دو لا شاپل سیمه کې پر کډوالو خواړه وېشي، د پاریس ښاروالۍ دغه لارښود د خندا وړ بولي.
نوموړی د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دا د «کډوالو ملاتړ کوونکو د مجرم بللو» پروسه ده.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس: ماشومو کډوالو ته څوک خواړه ورکوي؟
خو په همدې حال کې د پاریس ښارواله وایي، د لارښود موخه دا نه ده چې د خوړو وېشلو ممانعت وکړي. د نوموړې په خبره یاد لارښود ټولنو ته وایي چې د ښاریانو او کډوالو خوندیتوب باید په پام کې ونیول شي.
اټکل دی چې دغه لارښود به په جولای میاشت کې ټولنو ته ورکړل شي.
د ایل دو فرانس قومندانۍ له مخې د پاریس په شمالي سیمه کې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ کسان، چې په ډله کې یې کورنۍ هم دي، په کمپونو کې اوسېږي. خو د پاریس ښارواله وایي چې د دغو کسانو شمېر تر هغه لوړ دی چې چارواکي یې ښيي.