د سه شنبې په شپه یوه ایټالوۍ قاضۍ د سي واچ ۳ د ژغورنې کښتۍ کپتانې له نظربندۍ څخه د ازادېدو امر وکړ. یاده کپتانه د شنبې په ورځ وروسته له هغې د ایټالوي پولیسو له خوا ونیول شوه چې هڅه یې وکړه کښتۍ کې سپاره ۴۲ کډوال په زوره لمپدوسا بندر کې ښکته کړي.
د سه شنبې په شپه یوه ایټالوۍ قاضۍ د سي واچ ۳ د ژغورنې کښتۍ کپتانې له نظربندۍ څخه د ازادېدو امر وکړ. د اګریجانت سیمې قاضۍ الساندرا وېلا ایټالوۍ رسنیو ته وویل چې د امنیت په اړه د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر فرمان «د ژغورنې عملیاتو» په برخه کې د تطبیق وړ نه دی.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د قاضۍ پر دې پرېکړې تاسف ښودلی او زیاته یې کړې چې د سي واچ ۳ کپتانه المان ته شړل کېږي ځکه هغه د «ملي امنیت له پاره خطرناکه» ده.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د سي واچ کښتۍ کپتانه یا هغه مېرمن چې مهاجر پلوه فعالانو یې «اتله» بولي
خو د ښاغلي سالويني په خبره د ایټالیا له خاورې څخه د شړلو پرېکړه هم باید د قضایي چارواکو له خوا تایید شي.
په همدې حال کې سي واچ سازمان په خپله رسمي ټویټ پاڼه کې خوشالي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې کارولا رکېت مدیترانه کې له بشري حقونو څخه دفاع کوله او دا یې مسولیت و.
د ګواښونو له کبله د سي واچ کپتانه یو خوندي ځای ته انتقال شوه
دا په داسې حال کې چې سي واچ سازمان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، کارولا رکېت د ځینې امنیتي ګواښونو له کبله یوه خوندي ځای ته انتقاله شوې ده. د سي واچ سازمان یوه ویاند رویترز ته ویلي چې آغلې رکېت له ځینو ګواښونو سره مخ وه او له همدې کبله یو خوندي او پټ ځای ته وړل شوې ده.
د سي واچ ۳ کښتۍ کپتانه په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د ایټالوۍ قاضۍ الساندرا وېلا پرېکړه «له کډوالو سره د ملاتړ په برخه کې یوه لویه بریا» ده.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ګڼ شمېر خلک د نیول شوې کپتانې د ملاتړ اعلان کړی
د اګریجانت قاضي په حواله آغلې رکېت نه یوازې د ایټالیا له کوم قانون څخه سرغړونه نه ده کړې بلکې د کډوالو د ژوند ژغورلو په برخه کې یې خپله دنده ترسره کړې.
سي واچ ۳ کښتۍ چې د هالنډ تر بېرغ لاندې فعالیت کوي د دوو اوونیو له پاره په مدیترانه کې بنده پاتې وه ترڅو چې کپتانه یې په زوره د لمپدوسا بندر په لور حرکت وکړ. د یوې ایټالوۍ سرچینې په حواله جرمني، فرانسه، پورتګال، فنلنډ او لوګزامبورګ د سي واچ کښتۍ له خوا ژغورل شوو کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د سي واچ ۳ کښتۍ کپتانه: «لمپدوسا بندر ته مې د ننوتلو تصمیم ونیو»