تاجورا کې د کډوالو توقیف ځای تر هوایي برید وروسته. کرېډېټ: اسماعیل زیتوني/ رویترز
تاجورا کې د کډوالو توقیف ځای تر هوایي برید وروسته. کرېډېټ: اسماعیل زیتوني/ رویترز

د لیبیا د طرابلس ښار د تاجورا سیمې په یو توقیف ځای کې تر ۴۴ ډېر کډوال په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي. دغه هوایي بمبارۍ، چې ویل کېږي د خلیفه حفتر ځواکونو له خوا ترسره شوې، نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

لیبیا کې د ملګرو ملتونو ادارې ماموریت وایي، چې د مهاجرو پر دغه توقیف ځای هوایي برید لږ تر لږه ۴۴ کډوال وژلي او تر سلو پورې نور کسان یې ټپیان کړي دي.

یاد توقیف ځای کې شاوخوا ۶۰۰ کډوال اوسېدل چې ډېری یې له افریقا څخه راغلي وو. 

په همدې حال کې د لیبیا د ملي یووالي حکومت، چې طرابلس ښار کې موقعیت لري او د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوی، دغه «جرم د کرکې وړ» بولي او وایي چې دا برید د «جنګي مجرم حلیفه خفتر» له خوا ترسره شوی دی.

د ۲۰۱۹ له اپریل میاشتې راهیسې خلیفه حفتر د لیبیا پلازمېنې طرابلس ښار د ترلاسه کولو له پاره د ملي یووالي حکومت سره په جګړه کې دی.

سره له دې چې تر اوسه پورې خلیفه حفتر د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو د سه شنبې په شپه د ښاغلي حفتر د پلویانو ځینې رسنۍ طرابلس او تاجورا کې د هوایي بریدونو په اړه رپوټونه ورکړي وو.

تاجورا سیمه چې د ملي یووالي حکومت په لاس کې ده تر دې مخکې هم د خلیفه حفتر ځواکونو د هوایي بریدونو هدف ګرځېدلی.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې مشر فیلیپو ګراندي په خپله ټویتر پاڼه کې درې «اساسي پیغامونه» ورکړي دي: کډوال او پناه غوښتونکي هېڅکله باید په توقیف ځای کې و نه اچول شي، ملګي وګړي د بریدونو هدف و نه ګرځي ، لیبیا د کډوالو د بېرته استولو له پاره خوندي هیواد نه بلل کېږي.

تر دې مخکې یاده اداره د هغو کډوالو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې د تاجورا په توقیف ځایونو کې بند پاتې دي او هوایي بریدونه پرې کېږي.

بل لور ته د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په خپله ټویټر پاڼه دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې طرابلس په توقیف ځایونو کې بند پاتې شوي کډوال دې ژر تر ژره خوشې کړل شي.

 

نورې ليکنې