اکثر مهاجر ځان اروپا ته رسولای هم نسي بلکه په خپلو ګاونډي هيوادونو کي پناه لټوي
اکثر مهاجر ځان اروپا ته رسولای هم نسي بلکه په خپلو ګاونډي هيوادونو کي پناه لټوي

په برلين کي د «نفوسو او پراختيا» مؤسسه وايي چي مهاجرتونه د مختلفو دلايلو له مخي چي يو يي هم «نړيوال کيدل» دي، ترسره کيږي او فقر او بې وزلي يي يوازينی دليل نه دی.

هغه علمي څيړنه چي د مهاجرو د راتلونکي او د هغوی د اصلي هدف په هکله ترسره سوې، ښيي چي اروپا د هغوی وروستی او مناسب هدف نه دی.

دغه څيړنه د برلين د نفوسو او پرمختگ انستيتوت چي په ۲۰۰۰م کال کي جوړ سوی دی، کړې ده.

د دغه انستيتوت ۹۰ صفحه يي رپوټ پر داسي مسايلو، لکه د مهاجرت دلايل، د سيمو ترمنځ توپيرونه او په دې اړه پوښتونو باندي ولاړ دی چي د ټاټوبي له پريښودلو څخه څه وخت مخنيوی کيدای سي؟

له دغي پروژې څخه د سياسي علومو کارپوه آدريان هايرمان دويچه ويله ته وويل، مهاجرتونه تل موجود ول، خو پخوا به معمولاً خلکو، په نوي ځای کي د ژوند کولو له پاره مهاجرتونه کول، خو نن ورځ د ټاټوبي د پريښودلو له پاره نور علتونه موجود دي: اول دا چي له جنگ جگړو څخه د انسانانو تيښته يا مهاجرت او بل دا چي د تحصيل کولو يا کورنۍ سره د الحاق له امله هدفمندانه مهاجرتونه.

پلټني ښيي چي نړيوال کيدل يا گلوباليزيشن هم خلک دوامداره مهاجرتونو ته هڅولي دي.

اقتصادي علتونه هم په مهاجرت کي نقش لري، پلټني ښيي چي د دريمي نړۍ زياتره انسانان، په صنعتي هيوادو کي د هوسا او ښه ژوند کولو له پاره مهاجرتونه کوي. او هغه مهاجر چي عمرونه يي له ۲۰ څخه تر ۳۹ کلونو پوري دي، داسي کسان دي چي د کار د پيدا کولو او د کارځايونو د نشتوالي له امله يي خپل ټاټوبي پري ايښی دی.

خو پر دې ټولو سربيره، د پلټنو نتايج پر دې ټينگار کوي چي مهاجر يوازي د نړۍ له ځانگړو سيمو څخه، بې وزلي کسان نه دي. ددغه انستيتوت په حواله، په ۲۰۱۷م کال کي په ټوله نړۍ کي د مهاجرو شمير ۲۵۸ ميليونو ته ورسيد.

دا په دې معني چي دغه کسان په داسي سيمو کي ژوند کوي چي پکښې نه دي زيږيدلي. د گالوپ مؤسسې د ارزوني له مخي به دغه رقم په راتلونکو کلونو کي ۷۵۰ ميليونو کسانو ته ورسيږي، يعني د نړۍ د نفوسو ۱۵سلنه به وي.

امريکا د مهاجرو خيالي هيواد

د گالوپ مؤسسې نظرپوښتنه ښيي چي د لويديځي افريقا ۳۳ سلنه وگړي د مهاجرت کولو په فکر کي دي. په لاتين امريکا او کارابيک سيمي هيوادونو کي دغه رقم ۲۷ سلنه دی. په منځني ختيځ او د افريقا په شمال کي بيا هغه ۲۴ سلني ته رسيږي. آسيايي هيوادونه بيا له ۷ څخه تر ۸ سلنه پوري په دې برخه کي تر ټولو لږ شمېر دی.

آدريان هايرمان، وايي چي ښايي په دا وروستيو کلونو کي د اروپا ځينو سيمو ته مهاجرت په زړه پوري سوی وی. خو امريکا متحده ايالاتو ته، له لاتين امريکا څخه مهاجرتونو ته په کتو سره داسي ښکاري چي اروپايي ټولنه د زياترو مهاجرو اصلي هدف نه وي او په اصطلاح شاته پاته ده.

امريکا حتي د هغو مهاجرو له پاره هم چي په اروپا کي ژوند کوي، اصلي هدف شميرل کيږي. د گالوپ په حواله په اروپا کي له ميشتو مهاجرو څخه ۲۱ سلنه چي هر پنځم نفر کيږي، په دې فکر کي دی چي يو وخت به امريکا ته مهاجرت وکړي.

اروپا مهاجرو ته اړتيا لري

په برلين کي د «نفوسو او پراختيا» مؤسسې کارپوهان په دې معتقد دي چي په دې برخه کي د اروپا د شاته تگ دليل، په اروپايي ټولنه کي د مهاجرو په هکله سياستونه دي.

اروپا پرته له ۲۰۱۵م کاله چي ډيرو مهاجرو ته يي لار ورکړه، تل يي د هغوی پر وړاندي محدوديتونه او سخت سياستونه غوره کړي او دا کار يي د اروپايي هيوادو د زياترو اوسيدونکو په موافقې سره کړی دی.

د يوې پلټني له مخي چي د اروپا کميسيون په ۲۰۱۸م کال کي کړې ده، د اروپايي ټولني ۵۳ سلنه اتباع، په خپل هيواد کي د غير اروپايي کسانو مهاجرت ته په منفي نظر گوري.

د نوموړي مؤسسې همکاران ټينگار کوي چي اروپايي ټولنه، د کوچنيانو د لږ زيږولو او زړو کسانو د شمير د زياتوالي له امله مهاجرو ته سخته اړتيا لري.

دا په دې معني چي د زړو کسانو شمير ورځ په ورځ زياتيږي او په ټولنه کي د ځوان نسل کاري قوه کميږي. له بلي خوا په زړښت کي د بيمې او پالني مصارف هم ورځ په ورځ پورته کيږي.

خو سربيره پر دې آدريان هايرمان او د هغه همکاران خپلي هيلي له لاسه نه ورکوي. د آلمان حکومت د ۲۰۱۹م کال له مارچ مياشتي راهيسي د مسلکي مهاجرو د راغوښتلو په هکله يو قانون تصويب کړ چي له مخي به يي نوموړي هيواد ته د هغوی له پاره لار پرانيستل سي.

هاينريش دانيل/ګ.پ.

 آلمان ږغ پښتو

 

نورې ليکنې