پر دغه قانون د جمعې په ورځ رايه اچونه کيږي
پر دغه قانون د جمعې په ورځ رايه اچونه کيږي

د آلمان داخله وزير دغو نوو قوانينو ته د «منظم بېرته تللو قانون» خطاب کوي. خو د مهاجرو ملاتړ کوونکي سازمانونه ورته د «ورک سئ قانون» نوم کاروي. د ايالتونو فدرالي شورا په جمعه ورباندي رايه اچونه کوي.

د آلمان د مرکزي پارلمان بُندستاګ وروسته ښايي د آلمان د ايالتونو فدرالي شورا بندسرات هم د مهاجرت په تړاو د نوو قوانينو مجموعه تصويب کړي. خو پر دغو قوانينو تنقيد کوونکي وايي چي د دې وروسته به هم د دغو قوانينو و پايلو ته زيات ځير وي.

د قوانينو ياده مجموعه د جون په مياشت کي د بُندستاګ له خوا پسله تاودو بحثونه د حکومتي ګوندونو د استازو په رايو ومنل سوه. حکومتي ګوندونو مسيحي اتحاد او سوسيال دموکرات تر مخه پر دغو قوانينو زياته رسه کشي او بحثونه کړي ول تر څو ورباندي تفاهم ته ورسيږي. په پام کي نيول سوې چي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جولای ۴مه
( به د قوانينو دغه مجموعه و بُندسرات ته د رايه اچونې له پاره وړاندي کړل سي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير د قوانينو دغې مجموعې ته
»د منظم ستنېدلو قانون« نوم کاروي. خو د مهاجرو د ملاتړ سازمانونه لکه پرو ازيول دغه مجموعې ته د »ورک سئ قانون« خطاب کوي. تنقيد کوونکي وايي چي د دغو قوانينو له لاري به مهاجر د مجريمينو سره په يو قطار کي ودرول سي او د هغوی په وينا اصلي مقصد يې له مهاجرو څخه ځان خلاصول دي. ياد قوانين په آلمان کي د بهرنيانو له پاره لاندني بدلونونه لري:

د اخراج له پاره توقيف

هغه کسان چي له آلمان څخه په وتلو مکلف وي که د ټاکل سوي وخت څخه تر دېرشو ورځو لا زيات وخت په آلمان کي پاته سي نو د اخراج توقيف ته لېږدول کيدلای سي. دغه توقيف په عامو هغو بنديخانو کي هم ممکن دی چي پکښي مجرمان ساتل کيږي.

انکر څېنترن

د انکر څېنترن په نامه مهاجر کمپونه چي پکښي د پناه غوښتنې څخه نيولې تر اخراج پروسې پوري ټول مراحل اجرا کيدلای سي، پکښي به پناه غوښتونکي تر دمګړی ۶ مياشتو څخه تر ۱۸ مياشتو پوري ساتل کيدلای سي. يعني په دغو مراکزو کي د هغوی د ساتنې حد اکثر موده له درې چنده زیاتيږي.

د هويت غلط معلومات ورکوونکي

هغه کسان چي خپل هويت يې سم نه وي څرګند کړی يا يې پکښي چل ول کړی وي، هغوی ته به د نوي طرز دولدونګ يا ورکول کيږي. دولدونګ هغه سند ته وايي چي د اخراج په انتظار کسانو ته ورکول کيږي کله چي يې اخراج دمګړی ممکن نه وي. د هويت په تړاو ناسم معلومات وړاندي کوونکو ته د دې تر څنګ د پيسو جرمانه کولو او صرف پر ځانګړي ځای د اوسېدلو د مکلفيت مجازات هم ممکن سي.

ټولنيزي مرستي

هغه کسان چي تر مخه يې د اروپايي اتحاديې په بل غړي هيواد کي د پناه غوښتنه کړې وي او امن ورکول سوی وي او بيا په آلمان کي هم د پناه غوښتنه وکړي، هغوی به د دې وروسته په آلمان کي د مياشتني ټولنيزو مرستو استحقاق ونه لري. دا په هغه صورت کي که هغوی مخ په وړاندي هم د نړيوالې ساتنې يا قبولۍ څخه برخمن وي.

په ځانګړې سيمه کي په اوسېدنې مکلفيت

هغه پناه غوښتونکي چي قوبلي يې هم ترلاسه کړې وي، په يوه ځانګړې سيمه کي په اوسېدنه به د هغوی مکلفول ممکن وي. دا د دې له پاره چي په ځانګړو سيمو کي صرف د مهاجرو څخه جوړي آبادۍ جوړي نه سي. په دې تړاو قانون به ميعادي وي.

 

نورې ليکنې