د پاریس په پورت دوبرویلیه سیمه کې د کډوال خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز
د پاریس په پورت دوبرویلیه سیمه کې د کډوال خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز

رپوټونه وایي په راتلونکو ورځو کې د ۱۱۵ عاجلې شمېرې په ګډون ټولې هغې ادارې چې فرانسه کې بې سرپناه کډوالو ته سرپناوې برابروي په میاشتني ډول باید د فرانسې د کډوالۍ او ادغام یا اوفي ادارې ته د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو لېست ورکړي چې د اوسېدو ځای یې موندلی دی.

دغه پروسه د فرانسې د کورنیو چارو وزارت له خوا په لاره اچول شوې او موخه یې دا ده چې د «کولمب متحدالمال» (د ۲۰۱۷ د ډېسمبر ۱۲) عملي کړي. د یاد متحدالمال له مخې د اوفي کارکوونکي د کډوالو د اوسېدو عاجلو مرکزونو ته لېږدول کېږي څوک چې د مهاجرو د اداري وضعیت په اړه معلومات راټولي.

هغه مهال بېلابېلې ټولنې پر یاد متحدالمال تنقیدونه کړي وو.

د رپوټو له مخې اټکل دی چې اوفي ته په لېږدول شوو لېستونو کې به د کډوالو نومونه، کورنۍ نومونه، د زېږېدنې نېټې، وضعیت، تابعیت او د اوسېدو ځای پتې ولیکل شي. د اوفي ادارې چارواکي کډوال نیوز ته وایي چې دا پرېکړه یوازې د کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه ده.

د فرانسوۍ ورځپاڼې لوموند د یو رپوټ په حواله یاد متحدالمال په «راتلونکو ورځو» کې عملي کېږي.

د یو بل خبر له مخې اټکل دی چې هره میاشت به د سرپناه برابرولو مسولې ادارې، د دیپارتمنتونو مشران، اوفي او قومندانیو ترمنځ غونډې جوړې شي.

دولتي ادارې وایي هدف یې دا دی چې معلوم کړي چا ته د اوسېدو په مرکزونو کې ځای ورکړل شوی دی. دوی زیاتوي چې د اوسېدو مرکزونه له کډوالو ډک دي حال دا چې ځینې کسان له نورو ادارو سره تړاو لري او باید له یادو مرکزونو څخه ووځي.  

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې مشر دیدیې لشي کډوال نیوز ته وایي: «موخه مو دا ده چې پناه غوښتونکي او کډوال د هغو مرکزونو په لور سوق شي چې هغوی ته ځانګړي شوي دي. د دې پرېکړې پر بنسټ موږ یوازې د هغو کسانو په اړه معلوماتو ته اړتیا لرو چې د پناه غوښتونکو او یا کډوالو په توګه پېژندل شوي دي.»

خو په همدې حال کې د ایمائوس سولیداریتې مشر برونو مورل په دې اند دی چې د دې اقدام له مخې به د ۱۱۵ عاجلې شمېرې د کورنیو چارو وزارت تر کنترول لاندې راځي. د دې کار مانا به دا وي چې پاریس کې د ناقانونه کمپونو شمېر زیات شي.

د لوموند ورځپاڼې په حواله د اوسېدو په یو عاجل مرکز کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ پناه غوښتونکي او ۸۰۰۰ کډوالو ته ځای ورکول کېږي.

 

نورې ليکنې