کرېډېټ: سولیداریتې باردرز
کرېډېټ: سولیداریتې باردرز

د فرانسې د شمالي سیمې قومندانۍ وایي چې د دولت شورا د امر پر بنسټ یې د ګرند سنت ښار یو جمنازیم ته نږدې د اوبو نلونه، شاورونه او تشنابونه نصب کړي دي. دغه ځای کې په سلګونو کډوال تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د ۲۰۱۹م کال د جون پر ۲۱مه د فرانسې تر ټولو لویې اداري محکمه د دې هیواد شمالي قومندانۍ ته امر وکړ چې د ۸ ورځو په موده کې باید ګراند – سنت جمنازیم ته نږدې کډوالو ته په کافي اندازه امکانات برابر کړي. یاده شورا همدا راز ویلي وو چې شمالي قومندانۍ باید د خپلو ګزمو پر مهال مهاجرو ته د هغوی د حقونو په اړه معلومات ورکړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: د شمالي سیمې قومندانۍ باید کډوالو ته کافي امکانات برابر کړي

د دنکرک قومندان اریک اتین په حواله د جمعې په ورځ ګراند – سنت جمنازیم ته نږدې ۲۵ تشنابونه، د څښاک اوبو ۸ نلونه او ۵ شاورونه نصب شول.

د نوموړې په خبره اوس مهال سیمه کې شاوخوا ۹۰۰ کډوال اوسېږي چې ډېری یې عراقیان دي خو په ډله کې یې ځینې ایرانیان او سوریایان هم شته.

په همدې کې د سلام سازمان مشره کلېر میلو کډوال نیوز ته وایي چې د کډوالو د شمېر په کتو سره دغه امکانات کافي نه دي او باید زیات کړل شي.


بل لور ته د سولیداریتي باردرز یو غړی حکیم طوالبیا د سلام سازمان مشرې د خبروو په تاییدولو سره وایي چې ۵ شاورونه د شاوخوا زر کډوالو له پاره لږ دي.

نوموړی زیاتوي چې د نارینه او ښځینه شاورونه په دوو مختلفو ځایونو کې موقعیت لري، خو تر اوسه یې یوازې یوه برخه فعاله شوې ده.

ښاغلي طوالبیا دا هم وایي چې شارونه د سهار له خوا له ۱۰ تر ۱ بجو او د ماسپېښین له خوا له ۲ تر ۴ بجو پورې پرانیستي دي او کډوال هلته خپل ځانونه مینځلی شي.

خو سیمه کې ۲۵ نصب شوي کنارابونه شپه او ورځ فعال دي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: ګراند سنت ښار کې ځینې کډوال د قاچاق وړونکو له وېرې له اوسېدو ځایونو څخه محروم پاتې شوي

نوموړې د ستونزو په اړه وایي: «لویه ستونزه دا ده چې تشنابونو کې برېښنا نه شته، نو د شپې له خوا کډوال هلته تللی نه شي.» ښاغلی طوالبیا په ځانګړې توګه ښځو ته اشاره کوي چې کنارابونو ته له تګ څخه وېره لري.

 ګرند سنت جمنازیم ته نږدې د کډوالو شاوخوا ۵۰۰ خیمې درول شوې دي چې ۹۰۰ تر ۱۰۰۰ کسان په کې ژوند کوي.  

 

 


 

نورې ليکنې