د ۲۰۱۹ د جولای ۵مه: ایلان کردي کښتۍ له خوا ژغورل شوی کډوال. کرېډېټ: سي ای
د ۲۰۱۹ د جولای ۵مه: ایلان کردي کښتۍ له خوا ژغورل شوی کډوال. کرېډېټ: سي ای

ایلان کردي ژغورنې کښتۍ کې سپاره ۶۵ کډوال د یکشنبې په شپه مالتا هیواد ته ورسېدل. اټکل دی چې دوی به نورو اروپایي هیوادونو ته واستول شي. د یو بل خبر له مخې د شنبې په ورځ د الکس په نامه بادبان واله بېړۍ چې د مدیترانیا سازمان سره تړاو لري ژغورل شوي ۴۱ کډوال د ایتالیا لمپدوسا بندر کې ښکته کړل.

لمپدوسا بندر کې تر څو ساعتو انتظار وروسته د د ایلان کردي په نامه د سي ای سازمان کښتۍ د شنبې په شپه د مالتا په لور حرکت وکړ.

یاده کښتۍ د د جمعې په ورځ مدیترانه کې د کډوالو د یوې ډلې تر ژغورلو وروسته د ایټالیا د لمپدوسا بندر په لور روانه شوه.

د رپوټونو په حواله د شنبې په ورځ د ایټالیا مالي پولیسو سرتېري د ایلان کردي کښتۍ چارواکو ته اعلان وکړ چې د ماتیو سالویني د فرمان له مخې به دوی حق و نه لري چې کډوال لمپدوسا کې ښکته کړي.

ایلان کردي کښتۍ د یکشنبې په شپه د مالتا لا ویلت بندر ته ورسېدله. د مالتا حکومت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یاد کډوال مالتا کې کوزېدلی شي. خو د مالتا لومړي وزیر جوزف موسکات له اروپایي کمیسیون او جرمني حکومت سره تر خبرو وروسته په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل چې کډوال به نورو اروپایي هیوادونو ته ولېږدول شي او هېڅ یو یې په مالتا کې نه پاتې کېږي.

په همدې حال کې د سي ای سازمان یوه ویانده کارلوتا ویبل په یوه خبرپاڼه کې وایي: «موږ ته یو ځل بیا لا والت بندر ته د ننوتلو اجازه را نه کړل شوه. دا وضعیت باید تغییر کړي.»

د یادونې وړ ده چې د مالتا سمندري ځواکونه د یکشنبې په ورځ مدیترانه کې ۵۸ نور کډوال له ډوبېدو وژغورل. د مالتا لومړي وزیر د ژغورل شویو کسانو په اړه وویل چې دوی به د نورو اروپایي هیوادونو له خوا ومنل شي.

بل لور ته د ایټالیا او مالتا د بهرنیو چارو وزیران په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې دې ستونزې ته باید یوه حل لاره وموندل شي. دوی زیاته کړې چې د اروپایي ټولنې په کچه یو داسې مکانیزم ته اړتیا شته چې د کډوالۍ کړکېچ ته ځواب ورکړي.

الکس کښتۍ کې سپاره ۵۴ کډوال لمپدوسا کې ښکته شول

د یو بل خبر له مخې د شنبې په ورځ د الکس په نامه بادبان واله بېړۍ چې د مدیترانیا سازمان سره تړاو لري ژغورل شوي ۴۱ کډوال د ایتالیا لمپدوسا بندر کې ښکته کړل. تر دې مخکې مالتا ویلي وو چې یوه نظامي کښتۍ یې د دغو کډوالو په لټه کې لمپدوسا بندر ته تللې.

د مدیترانیا سازمان ویاند کډوال نیوز ته وایي، د اضطراري وضعیت تر اعلانولو وروسته یې د ماتیو سالویني د فرمان پر وړاندې ژغورل شوي کډوال لمپدوسا بندر کې ښکته کړي دي.

اوس مهال یاد کډوال په لمپدوسا ټاپو کې دي او اټکل دی چې روغتیایي او اداري وضعیت یې د چارواکو له خوا وڅېړل شي.

دغه ۵۴ کدوال د پنجشنې په شپه وژغورل شول. د جمعې په ورځ ۱۱ زیان منونکي کسان – ماشومان او مېندوارې مېرمنې  – لمپدوسا کې ښکته شول. خو کښتۍ کې پاتې شوي ۴۱ کډوال او د کښتۍ ۱۱ کارکوونکي په ګرمه هوا کې یوازې پرېښودل شول.

په همدې حال کې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني یو ځل اعلان وکړ چې د ایټالیا بندرونه د کډوالو پر مخ تړلي دي.

بل لور ته د مالتا حکومت د جمعې په ورځ وویل چې د دې هیواد یوه نظامي کښتۍ د ژغورل شویو کډوالو په لټه کې لمپدوسا ته تللې. خو الکس بېړۍ کې یوه رضاکار وایي چې سیمه کې کومه داسې کښتۍ نه ده راغلې.

لمپدوسا کې د کډوالو تر ښکته کېدو وروسته ماتیو سالویني په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان وکړ چې د مدیترانیا سازمان پر وړاندې شکایت کوي. نوموړی دا هم وویل چې د سي ای سازمان یوه بله کښتۍ – ایلان کردي – هم حق نه لري کډوال لمپدوسا کې ښکته کړي. دغه کښتۍ چې د جمعې په ورځ مدیترانه کې ۶۵ کډوال له ډوبېدو ژغورلي وو د یکشنبې په شپه مالتا ته ورسېدله. 

 

نورې ليکنې