د یکشنبې په ورځ یونان کې محافظه کار نوې ډېموکراسي ګوند ټاکنې وګټلې. د یونان لومړي وزیر او د سریزا کيڼ اړخې ګوند مشر الکسیس تسیپراس د خپل سیال کیریاکوس میتسوتاکیس بریا منلې او زیاته یې کړې چې د یونانیانو له «سترو لاس ته راوړنو» څخه دفاع کوي. خو اوس پوښتنه دا ده چې د دې ټاکنو اغېزې به د کډوالو پر ژوند او وضعیت څه وي.
یونان کې تر اوږدمهال اقتصادي کړکېچ وروسته د دې هیواد د لومړي وزیر الکسیس تسیپراس دنده پای ته رسېږي . نوموړی چې د ۲۰۱۵ په ټاکنو کې بریالی شوی و، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای ۷مه) د یونان ټاکنې د محافظه کار ګوند نوې دېموکراسي نوماند کیریاکوس میتسوتاکیس ته وبایللې.
سربېره له دې چې په تېرو څو کلونو کې یونان کې د کډوالۍ پر مدیریت انتقادونه کېدل، د ښاغلي تسیپراس اداره وایي هڅه یې وکړه چې یونان کې د پناه غوښتونکو د ادغام او منلو زمینې برابرې کړي.
Θα ασκήσουμε υπεύθυνη αλλά ταυτόχρονα και δυναμική αντιπολίτευση, υπεράσπισης των μεγάλων κατακτήσεων του λαού μας τα τελευταία χρόνια.
— Αλέξης Τσίπρας (@atsipras) July 7, 2019
Υπεράσπισης των δικαιωμάτων και της φωνής των αδυνάμων, υπεράσπισης των αξιών μας.
خو د نورو اروپایي هیوادونو د فشار له کبله یونان کې د هغو کډوالو په شمېر کې لوړوالی راغی چې د دې هیواد په کمپونو کې بند پاتې دي او په ډېرو بدو شرایطو کې ژوند تېروي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د یونان په خطرناکو مهاجر کمپونو کې د ښځو ژوند او ټاپوګانو کې د ښځو او بې سرپرسته ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی
اوس مهال د نوې
ډېموکراسۍ ګوند چې کیریاکوس میتسوتاکیس یې مشر دی وایي، غواړي د بهرنۍ پانګې اچونې
او د امنیت د ټینګولو په برخه کې په جدي ډول کار وکړي. نوموړی په خپله وینا کې
وویل چې یونان په ویاړ سره بېرته خپل سر اوچت کړی او هغه به د ټولو یونانیانو
لومړی وزیر وي.
ښاغلی میتسوتاکس تر ټاکنې مخکې فرانسوۍ ورځپاڼې لوموند سره په یوه مرکه کې یونان کې د کډوالو وضعیت یوه «فاجعه باره» وضعیت بللی و. نوموړې ټنیګار کړی چې یونان کې د پناه غوښتنې پروسه اوږده ده او هغه تصمیم لري چې دغه پروسه کې بدلون راوړي.
نوې دېموکراسي ګوند د مهاجرو د سیاست په اړه ویلي چې غواړي د یونان پولو کې امنیت لا ټینګ کړي، د پناه غوښتنې په قانون کې بدلون راوړي او د اروپایي ټولنې او ترکیې د تړون له مخې ترکیې ته د کډوالو د بېرته شړلو پروسه چټکه کړي.
نوموړی همدا راز لوموند سره په مرکه کې ټینګار کړی و چې د بریا په صورت کې د اروپایي ټولنې له مادي مرستو څخه په مناسب ډول ګټه اخلي او د اروپا د پولو ساتنې پوځ د جوړېدو هڅه کوي.
نوې دېموکراسي ګوند په خپله تګلاره، چې اته اقدامات نومېږي، د کډوالو کړکېچ په اړه توضیحات ورکړي دي. د یادو اقداماتو له مخې:
- رد شوي کډوال ترکیې ته واستول کېږي
- پولو کې امنیت لا ټینګېږي: مانا یې دا چې هلته له نوو تخنیکي وسایلو څخه کار اخیستل کېږي او د ګزمه کوونکو په شمېر کې زیاتوالی راځي
- د هرکلي موقتو مرکزونو پرانیستل چېرې چې د ۶ اوونیو په موده کې د کډوالو غوښتنې څېړل کېږي
- ښوونځيو کې د هرکلي ځانګړو ټولګيو جوړول چېرې چې د منل شویو کډوالو ماشومانو ته د ادغام زمینه برابرېږي
خو په همدې حال کې د Generation 2.0 سازمان یوې څېړونکې جکي ابولیمان چې یونانۍ ټولنه کې د ځوانو کډوالو د مساواتو په برخه کې کار کوي کډوال نیوز ته وایي: «سره له دې چې لومړی وزیر تر اوسه خپله دنده نه ده پیل کړې خو حداقل دومره ویلی شو چې محافظه کار ګوند د کډوالو په اړه روښانه دریځ لري.»
یاد سازمان د ټاکنو پر مهال ټولو ګوندونو ته د پوښتنو لېستونه ورکړي وو څو دوی د مهاجرو کړکېچ په اړه خپل ځوابونه ولیکي. خو آغلې ابولیمان وایي چې د نوې دېموکراسۍ ګوند دغو پوښتنونه ته ځواب ور نه کړل.
Ο ελληνικός λαός μας έδωσε χθες μια ισχυρή εντολή να αλλάξουμε την Ελλάδα. Την εντολή αυτή θα την τιμήσουμε στο ακέραιο. Από σήμερα ξεκινάει σκληρή δουλειά, και έχω απόλυτη εμπιστοσύνη στις δυνατότητές μας να σταθούμε στο ύψος των περιστάσεων. pic.twitter.com/4VbyvpToWR
— Kyriakos Mitsotakis (@kmitsotakis) July 8, 2019
په ۲۰۱۶م کال کې ترکیه او اروپایي ټولنه یو داسې تړون لاسلیک کړ چې هدف یې یونان ته د کډوالو د تګ مخنیوی و. د یاد تړون له مخې هغه کډوال چې یونان کې د پناه غوښتنه نه کوي او یا دلته یې غوښتنه رد شوې بېرته ترکیې ته استول کېږي.
سره له دې چې د یاد تړون تر لاسلیکېدو وروسته یونان کې د راتلونکو کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی خو نن سبا هم ګڼ شمېر کسان د ځمکې او یا سمندر له لارې ځان یونان ته رسوي.
څه موده وړاندې ښاغلی میتسوتاکیس لېسبوس او ساموس ټاپوګانو کې د کډوالو کمپونو څخه لیدنه وکړه. نوموړی پر لومړي وزیر تسیپراس نیوکه وکړه چې د تړون په عملي کېدو کې پاتې راغلی دی.
د یادونې وړ ده چې د یکشنبې په ټاکنو کې افراطي ګوند ګولدن داون یوازې ۲ اعشاریه ۹۳ سلنه رایې خپلې کړې دي. یاد ګوند چې په ۱۹۸۵ کې جوړ شوی یونان کې د کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالیو بېلابېلو پېښې لامل و.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: یونان: «د اټن توره نقشه» یا د کډوالو ضد د تاوتریخجنو پېښو په اړه نندارتون