د ژغورل شویو کډوالو انځور. کرېډېټ: @seaeyeorg
د ژغورل شویو کډوالو انځور. کرېډېټ: @seaeyeorg

جرمني سازمان سي ای د سه شنبې په ورځ وویل چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې یې ۴۴ کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي. د یادو کډوالو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي.

نن سه شنبې جرمني سازمان سي ای اعلان وکړ د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۴۴ کډوال، چې په ډله کې یې مېرمنې او ماشومان هم دي، د دې سازمان د ژغورنې کښتۍ یا ایلان کردي له خوا ژغورل شوي دي.  

په همدې حال کې مالتا هیواد په یوه خبرپاڼه کې د یاد کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی او زیاته یې کړې چې د هغوی په لټه کې به سیمې ته یوه بېړۍ واستوي.

سي ای سازمان زیاتوي چې د تونسي کب نیوونکي او د کولیبري الوتکې پیلوټانو په مرسته یې د دغو کډوالو په اړه اطلاع ترلاسه کړې ده. د سي ای په حواله کښتۍ کې څلور ښځې او درې ماشومان (۱۵ میاشتنې، ۳ او ۵ کلن) هم دي.

یاد کډوال له سوریې، لیبیا، پاکستان، بنګله دېش او ګینیا څخه راغلي دي.

د ایلان کردي ژغورنې کښتۍ تېره اوونۍ مدیترانه کې ۶۵ کډوال له ډوبېدو وژغورل. سره له دې چې یاد کډوال د مالتا لا والت بندر ته یووړل شول، خو د مالتا لومړي وزیر جوزف موسکات له اروپایي کمیسیون او جرمني حکومت سره تر خبرو وروسته په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل چې کډوال به نورو اروپایي هیوادونو ته ولېږدول شي او هېڅ یو یې په مالتا کې نه پاتې کېږي.

 


 

نورې ليکنې