چادي کډوال عبدالحق او یو بل زده کوونکی له ابراهیم کاروت سره. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن کډوال نیوز
چادي کډوال عبدالحق او یو بل زده کوونکی له ابراهیم کاروت سره. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن کډوال نیوز

ایل دو فرانس سیمه کې د اسپرو په نامه یوه ټولنه مهاجرو او پناه غوښتونکو ته د شاتو د مچیو د روزولو په برخه کې د زده کړې زمینه برابروي. یاد سازمان وایي موخه یې دا ده چې کډوال او پناه غوښتونکي د فرانسې په ټولنه کې ادغام کړي. کډوال نیوز د مچیو روزولو سیمې څخه رپوټ ورکوي.

سوریایي کډوال ابراهیم کاروت چې له ۲۰۱۳ راهیسې په فرانسه کې اوسېږي، کډوال نیوز ته وایي: «دغه مسلک مې د ژوند خوند دی. زه د خپل پلار د شاتو د مچیو په ځالو کې لوی شوی یم. له ۳ کلنۍ راهیسې مې د شاتو مچیو سره اړیکې ساتلې.» نوموړی هره اوونۍ ایل دو فرانس سیمه کې کډوالو ته په دې برخه کې وریا زده کړې ورکوي. 

ََښاغلی کاروت د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۳مه) د پاریس په ۱۷مه ناحیه کې د یوې نوې ځالې د پرانیستلو پر مهال کډوال نیوز ته وویل: «پاریس ته د راتلو پر مهال مې فکر کاوه چې د شاتو د مچیو روزنه به پای ته ورسېږي. خو اوس ډېر خوشال یم چې پاریس کې هم په دې برخه کې کار کوم.»

ابراهیم او ژان – فیلیپ اولن د اسپرو ټولنې روزونکي دي چې د ۲۰۱۶ په نوامبر میاشت کې پرانیستل شوې ده. دوی شاوخوا ۳۰ زده کوونکي لري چې ډېری یې کډوال او پناه غوښتونکي دي. 

د یادې ټولنې یوه بنسټګره مایا پرسو وایي: «موږ همدا راز د سبو د تولید په برخه کې هم روزنیز پروګرامونه لرو.» نوموړې د پاریس په پارکونو او د ځینو ودانیو په بامونو کې د شاوخوا لسو ځالو د ساتلو مسولیت هم په غاړه لري.

په دغه روزنیز پروګرام کې، چې په وړیا ټوګه مخ ته وړل کېږي، منل شوي کډوال او پناه غوښتونکي ګډون کولی شي. په لومړي سر یادو کسانو ته د ۱۶ اوونیو په موده کې د ابراهیم کاروت او بیا د ژان – فیلیپ اولن له خوا د شاتو د مچیو د تولید په برخه کې روزنه ورکول کېږي. دوی همدا راز د فرانسې په بازارونو کې کار موندلو ته تیاری نیسي. 

د شاتو د مچیو روزنیز پروګرام په ټوله فرانسه کې

چادي پناه غوښتونکی عبدالحق ادم وایي: «چاد کې مې د شاتو د مچیو د روزولو په برخه کې کار کړی. فرانسه کې تر رسېدو وروسته مې د اسپرو ټولنې په اړه معلومات ترلاسه کړل. خو باور مې نه کېده. اوس ډېر خوشال یم چې یو ځل بیا له طبیعت او د شاتو مچیو سره په تماس کې یم.»

دغه ۲۳ کلن پناه غوښتونکی هیله لري چې د ښاري کرنې او په ځانګړې توګه د شاتو د مچیو د روزولو په برخه کې کار وکړي، خو په دې شرط چې فرانسه کې یې د پناه غوښتنه ومنل شي. نوموړی اوس د فرانسوي ژبې یو کورس ته ځي او هره شنبه بوبیني سیمې ته راځي. 

بل لور ته آغلې مایا پرسو، چې هیله لري روزنیز پروګرام یې په ټوله فرانسه کې عملي شي، وایي: «ابراهیم بوبیني سیمه کې درس ورکوي، خو موږ په پاریس کې نوي ځایونه پرانیستلي دي. لومړي کال کې مو ۷ کسانو او سږ کال ۳۰ کسانو ته روزنه ورکړه. نن سبا د اوفي په ګډون ګڼ شمېر سازمانونه له موږ سره اړېکې لري.»


که د شاتو د مچیو روزولو سره علاقه لرئ د دې لېنک له لارې اسپرو ټولنې سره اړیکه ونیسئ: contact@esperofrance.org

 

نورې ليکنې