مدیترانه کې ژغورل شوي کډوال. کرېډېټ: sea-eye ‏   @seaeyeorg
مدیترانه کې ژغورل شوي کډوال. کرېډېټ: sea-eye ‏ @seaeyeorg

د جرمني سازمان سي ای کښتۍ ایلان کردي له خوا ژغورل شوي ۴۴ کډوال د سه شنبې په ورځ مالتا هیواد ته ورسېدل. تر دې مخکې مالتا د یادو کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی و.

د جرمني سازمان سي ای کښتۍ ایلان کردي له خوا ژغورل شوي ۴۴ کډوال د سه شنبې په ورځ (د جولای ۱۰مه) مالتا هیواد ته ورسېدل. تر دې مخکې مالتا د یادو کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی و.

د فرانسې خبري اژانس د لا والت د یو چارواکي له قوله وایي: «یاد کډوال، چې په ډله کې یې څلور ښځې او درې ماشومان هم دي، د مالتایي ځواکونو له خوا لا والت بندر کې ښکته کړل شول.» دا په داسې حال کې چې ایلان کردي کښتۍ ته د مالتا ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړل شوه.

ژغورل شوي ماشومان ۱۵ میاشتني، درې کلن او پنځه کلن دي. دغه ۴۴ سوریایي، لیبیا، پاکستاني او بنګله دېش کډوال سي واچ سازمان ته ویلي چې دوی د شنبې په ورځ یې د لیبیا له زوارا ښار څخه خپل سفر پیل کړی.

بل لور ته د یکشنبې په شپه ۶۵ نور کډوال چې د ایلان کردي کښتۍ له خوا په مدیترانه کې ژغورل شوي وو مالتا ته انتقال شول. خو ایلان کردي کښتۍ ته د مالتا او ایټالیا ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړل شوه.

د مالتا او اروپایي ټولنې تر منځ تر خبرو اترو وروسته یاد ۶۵ کډوال نورو هیوادونو ته واستول شول.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ایلان کردي: د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۴۴ کډوال له ډوبېدو وژغورل شول

 

نورې ليکنې