د تونس ملي ګارد د سه شنبې په ورځ وویل د دې هیواد په ساحلي اوبو کې یې د دوشنبې په شپه ۷۱ کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي. یاد کسان غوښتل چې له لیبیا څخه ایټالیا ته ولاړ شي.
د تونس ملي ګارد د سه شنبې په ورځ (د جولای ۹مه) اعلان وکړ چې د دوشنبه په شپه یې دې هیواد په ساحلي اوبو کې ۷۱ کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي. د چارواکو په حواله یاد کسان غوښتل چې له لیبیا څخه ایټالیا ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې یوه بله بېړۍ چې تر ۸۰ ډېر کسان په کې سپاره وو په مدیترانه کې ډوبه شوه.
د تونس د ملي ګارد ویاند هوسم ادین په حواله د کډوالو دغه کښتۍ د لیبیا له زوارا ښار څخه د ایټالیا په لور خپل سفر پیل کړی و خو د تونس قرقنې ټاپوګانو ته نږدې کښتۍ کې اوبه ننوتې.
د فرانسې خبري اژانس په حواله د یادو ۷۱ کسانو – چې په ډله کې یې ۳۷ بنګله دېشیان، ۸ مراکشیان، ۸ مصریان، ۷ الجزایریان او ۴ سوډانیان، ۲ چادیان او یو تونسی دي – روغتیایي وضعیت ښه دی.
په تېرو اوونیو کې په لسګونو هغو کډوالو چې ایټالیا ته د تلو هڅې یې کولې د تونس په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي دي.
خو د یادونې وړ ده چې ځینې نور کسان هم په سمندر کې لادرکه شوي دي. تېره اوونۍ یوه بېړۍ چې د لیبیا له زوارا ښار څخه یې د ایټالیا په لور حرکت کړی و په مدیترانه کې ډوبه شوه.
تونسي چارواکي وایي تر اوسه د ۱۶ کسانو جسدونه یې موندلي چې په ډله کې یې یوه مېندواره ښځه او یو ماشوم هم دي.
یو ژغورل شوی کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ویلي چې یاده کښتۍ کې ۸۶ کسان سپاره وو.