ماتیو سالویني د مینوا کمپ د تړلو پر مهال. کرېډېټ: د ماتیو سالویني له ټویټر پاڼې څخه @ matteosalvinimi
ماتیو سالویني د مینوا کمپ د تړلو پر مهال. کرېډېټ: د ماتیو سالویني له ټویټر پاڼې څخه @ matteosalvinimi

د سه شنبې په ورځ د ایټالیا په مینوا ښار کې د کډوالو یو لوی مرکز په رسمي توګه وتړل شو. د مینوا د کډوالو د هرکلي مرکز د تړلو پر مهال د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني په سیمه کې حضور درلود.

د سه شنبې په ورځ (د جولای ۹مه) د ایټالیا په مینوا ښار کې چې د سیسیل په ختیځه سیمه کې موقعیت لري د کډوالو یو لوی مرکز په رسمي توګه وتړل شو. د مینوا د کډوالو د هرکلي مرکز د تړلو پر مهال د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني هم په سیمه کې حضور درلود. 

ښاغلی ماتیو سالویني رسنیو ته وویل: «د کډوالو مرکز وتړل شو او دا یوه پرتمینه ورځ ده.»

نوموړې زیاته کړه: «موږ به ډېرې پیسې و سپموو. د مرکز پخواني کارکوونکو ته به هم نوي کارونه پیدا کړو.»

د ښاغلي سالویني په حواله له دې نه وروسته د کډوالۍ چارو په داسې مرکزونو کې ترسره کېږي چې کوچني وي او تر کنترول لاندې وي.

ماتیو سالویني همدا رازا رسنیو ته وویل چې له تېر کال راهیسې د ایټالیا په مرکزونو کې د کډوالو شمېر له ۱۸۲۰ زرو تنو ۱۰۷ زرو کسانو ته رسېدلی دی. نوموړې زیاته کړه چې د پناه غوښتنې شمېر هم شاوخوا ۳۰۰۰۰ تنو ته رسېدلی چې د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي.

تېره اوونۍ د مینوا مرکز وروستي اوسېدونکي د کالابرا یو بل مرکز ته انتقال شول.

د ۲۰۱۴ په جولای میاشت کې مینوا کمپ کې شاوخوا ۴۱۰۰ کسان اوسېدل چې هغه مهال اروپا کې د کډوالو تر ټولو لوی مرکز بلل کېده. خو بیا د مینوا د اوسېدونکو په شمېر کې کموالی راغی.

د رپوټونو له مخې له دې وروسته به کډوال او پناه غوښتونکي مینوا مرکز ته د ننوتلو اجازه و نه لري ځکه سیمه کې د پولیسو پوستې جوړې شوې دي.

په همدې حال کې د مینوا مرکز روانپوه ماسیمیلیانو تېراسي، چې له ۲۰۱۱ راهیسې یاده سیمه کې کار کوي، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي فکر کوي ملکیت یې ترې اخیستل شوی دی.

مینوا کمپ په اصل کې یو نظامي اډه وه چې په کې د هغو امریکایي سرتېرو کورنۍ اوسېدلې چې د سیګونېلا په نظامي اډه کې یې ماموریتونه درلودل.

 

نورې ليکنې