له سه شنبې شپې راهیسې د پاریس په ۱۹مه ناحیه پورت دوبرویلیه سیمه کې د کډوالو یو نوی کمپ جوړ شوی دی. دغه کمپ کې شاوخوا پنځوس خیمې درول شوې چې کورنۍ او ماشومان په کې اوسېږي. یوتوپیا ۵۶ ټولنه چې د دې کمپ په جوړولو کې رول لري وایي هیله منه ده چې د فرانسې حکومت زیان منونکو کسانو ته د اوسېدو ځای برابر کړي.
د پاریس د شمالي سیمې د مک ډونالد سړک پر غاړه شاوخوا ۵۰ خیمې درول شوې چې ماشومان او کورنۍ په کې ژوند کوي. د کډوالو دغه کمپ د سه شنبې په شپه (د جولای ۹مه) په اوبرویلیه سیمه کې جوړ شوی چېرې چې له میاشتو راهیسې په لسګونو کډوال په پارکونو او عمومي باغونو کې په پټ ډول ژوند تېروي.
نن چهارشنبه د پاریس ښار د پولیسو سرتېري سیمې ته راغلي دي. یو سرتېری وایي چې دوی غواړي د کډوالو د دې کمپ په اړه مسولې قومندانۍ ته خپل رپوټ ولیکي. ځینې نور یې په تعجب سره زیاتوي چې پرون سیمه کې هېڅوک هم نه و خو نن دلته دومرې خیمې لیدل کېږي.
یاد کمپ کې کورنۍ، مجردې ښځې او ماشومان اوسېږي. د کډوالو شمېر شاوخوا سلو تنو ته رسېږي. نن سهار د کډوالو په ډله کې ګڼ شمېر داسې ماشومان لیدل کېږي چې عمرونه یې تر ۱۵ کلنو ټیټ دي. دوی له لاندې هیوادونو سره تړاو لري: اریتریا، افغانستان، ایران، د عاجل ساحل، ګرجستان، عراق او...
د توپیا ۵۶ ټولنه وایي چې د کورنیو حضور په دې کمپ کې کوم تصادف نه دی. یاده ټولنه له کډوالو څخه غوښتنه کړې چې نور ځان پټ و نه کړي. د یادې ټولنې یوې غړې ژولي چې نن سهار سیمه کې حاضره ده زیاتوي: «دولت باید خپل مسولیتونه ادا کړي او دغو کسانو ته د اوسېدو ځایونه برابر کړي. د فرانسې دولت باید وپوهېږي چې دغه خلک هم وجود لري.»
کمپ کې یوه ګرجستانۍ چې خپل ماشوم ته شېدې ورکوي وایي: «زه دوه نور ماشومان هم لرم. څلور میاشتې کېږي چې فرانسه کې یم خو تر دې دمه په سړکونو کې اوسېږم. دلته حداقل یوه خیمه خو شته.» د هغې ترڅنګ یوه بله کډواله چې د ساحل عاج څخه راغلې او یو ۴ کلن ماشوم لري وایي: «هڅه کوو چې د اوفي شمېرې ته زنګ ووهو او د پناه غوښتنه وکړو. خو څوک ځواب نه راکوي.»
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس کې د پناه غوښتلو د ثتبولو له پاره باید یوې ځانګړې شمېرې ته تېلېفون وکړئ
«کومې مېنداورې مېرمنې ته باید د خوب بستر ورکړل شي؟ کوم ماشوم ته باید د اوسېدو ځای برابر کړل شي؟»
د یوتوپیا ۵۶ په حواله اټکل دی چې سږکال به د هغو اوسېدو ځایونو په شمېر کې کموالی راشي چې د ښاریانو شبکې له خوا کډوالو ته ورکول کېږي. د دې خبره مانا به دا وي چې کورنۍ به په سړکونو کې یوازې پرېښودل شي. آغلې ژولي وایي: «تر دې مخکې ښاریان کډوالو ته ځایونه برابرول. خو په اوړي کې به خلک رخصتي ته ولاړ شي.»
نوموړې زیاتوي، دوی اړ دي چې هره شپه له ځانه وپوښتي: «کومې مېنداورې مېرمنې ته باید د خوب بستر ورکړل شي؟ کوم ماشوم ته باید د اوسېدو ځای برابر کړل شي؟» د آغلې ژولي په خبره دا وضعیت د زغم وړ نه دی.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: «پټ لګښتونه»: فرانسه کې پر پناه غوښتونکو څومره لګښت راځي؟
بل لور ته یوتوپیا ۵۶ په یو خبرپاڼه کې وایي دا یې مسولیت نه دی چې د حکومت دندې ترسره کړي. یاده ټولنه زیاتوي چې په تېرو دوو کلونو کې د ښاریانو شبکه هره شپه شاوخوا ۳۰ تر ۸۰ کسانو ته د خوب ځایونه برابر کړي دي، خو دا کافي نه ده.
د پاریس ښاروالۍ له مخې اوس مهال له ۷۰۰ تر ۱۲۰۰ کډوال د پاریس په هغو کمپونو کې اوسېږي چې په پورت دو لا شاپل او پورت دوبرویلیې سیمو کې جوړ شوي دي.