یاد کډوال تر هوایي برید وروسته طرابلس ته تللي دي. کرېډېټ: DR
یاد کډوال تر هوایي برید وروسته طرابلس ته تللي دي. کرېډېټ: DR

د سه شنبې په ورځ د لیبیا له تاجورا توقیف ځای څخه شاوخوا ۳۰۰ کډوال خوشې کړل شول. دوی وایي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو مرکز ته د رسېدو له پاره یې ۴۵ کیلومتره پیاده مزل کړی. د ملګرو ملتونو د یادې ادارې په حواله اوس مهال دغه مرکز له کډوالو نه ډک دی.

تاجورا ښار کې د مهاجرو پر توقیف ځای تر هوایي برید وروسته د سه شنبې په ورځ (د جولا ۹مه) شاوخوا ۳۰۰ کډوال خوشې کړل شول. احمد* چې تر یادې بمبارۍ مخکې همدغه مرکز کې اوسېده کډوال نیوز ته وایي: «ګارډانو دروازې پرانیستې او شاوخوا ۳۰۰ کډوال له مرکزه وتښتېدل.»

تر دې پېښې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي وو چې چمتو ده یوازې د ۵۵ کډوالو مسولیت په غاړه واخلي – هغه کسان چې تر ټولو زیان منونکي وي. خو د دې خبر په اورېدو سره کډوال اعتراضونه وکړل. د تاجورا مرکز یو بل اوسیدونکی عبدو وایي: «هغوی ته مو وویل چې باید د ټولو کډوالو مسولیت په غاړه واخلي. که داسې و نه کړي نو هېڅوک به له مرکزه وتلی نه شي.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: لیبیا: د کډوالو پر توقیف ځای هوایي برید لږ تر لږه ۴۴ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل

د عبدو** په خبره لیبیایي ګارډانو د مرکز دروازې پرانیستې.  

د سه شنبې ورځې په ماښام شاوخوا ۳۰۰ کسان له مرکزه وتښتېدل او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په لور روان شول چې په طرابلس ښار کې موقعیت لري.

لیبیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې غړې پاولا باراچینا په حواله یاده اداره کډوالو ته خواړه، جامې او روغتیایي خدمات برابر کړي دي. خو احمد او عبدو وایي چې هغوی ته هېڅ هم نه دي ورکړل شوي.

        DR

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دغه مرکز د ۷۰۰ کسانو ظرفیت لري او زیان منونکو کډوالو ته ځانګړی شوی دی. د آغلې باراچینا په خبره، یاد مرکز کې شاوخوا ۵۰۰ کسان ژوند کوي او اوس ۳۰۰ نور کډوال ورسره یو ځای شوي دي. 

نوموړې زیاتوي چې غواړي دې ستونزې ته یو مناسب حل پیدا کړي.

د یاد مرکز دنده دا ده چې د تاجورا توقیف ځای پخواني اوسېدونکي یو بل هیواد (چاد او یا نایجریا) ته ولېږي، خو مشکل دا دی چې یادو هیوادونو کې هم د کډوالو د اوسېدو مرکزونه له مهاجرو ډک دي.

دملګرو ملتونو اداره په یوه خبرپاڼه کې له لیبیایي چارواکو څخه غواړي چې د تاجورا مرکز اوسېدونکو ته یو بل ځای پیدا کړي ځکه یاد مرکز یوازې زیان منونکو کسانو ته ځانګړی شوی دی.

بل لور ته شاوخوا ۵۰ کډوال تر اوسه پورې د تاجورا په توقیف ځای کې بند پاتې دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. کډوال نیوز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې یاد کډوال له دې نه وېره درلودله چې په خپل سر طرابلس ته ولاړ شي.

د تاجورا د کډوالو پر توقیف ځای هوایي برید ۵۳ کسان ووژل او ۱۳۰ نور کسان یې ټپیان شول. د ځینو کډوالو په حواله د مړو شمېر له سلو هم زیات دی.


* ** مستعار نومونه

 

نورې ليکنې