مېته فرېدريکسن د مهاجرت په تړاو په سياست کي لږ نرمي راوستلو ته چمتو سوې
مېته فرېدريکسن د مهاجرت په تړاو په سياست کي لږ نرمي راوستلو ته چمتو سوې

د ډنمارک نوي سوسيال دموکرات حکومت د مهاجرت په تړاو د دغه هيواد په مخکني سخت سياست کي لږ نرموالی راوستی دی. دا د هغه وروسته چي کيڼ اړخه ګوندونو د دغه حکومت د ملاتړ له پاره چمتووالی وښود.

يو څلوېښت کلنه مېته فرېدريکسن د ډنمارک هيواد د تاريخ تر ټولو کم عمر لرونکې لومړۍ وزيره ده. فرېدريکسن د ياد هيواد د سوسيال دموکرات ګوند رئيسه هم ده. خو د دغه ګوند په هکله نسي ويل کيدلای چي د پناه غوښتونکو په وړاندي د پرانستلو دروازو سياست کوي.

په حقيقت کي د فرېدريکسن ګوند په تيرو کالونو کي د منځني ښې اړخ د ليرال حکومت د يو شمېر داسو پرېکړو ملاتړ وکړ، چي د بهرنيانو په وړاندي سخت اقدامات بلل کيدلای سي. په دغو کي پر نقاب او برقه بنديز او پوليسو ته دا حق ورکول شامل دي چي د مهاجرو د مصارفو د پوره کولو له پاره له مهاجرو څخه د هغوی زيورات يا قيمتي ګېڼې اخيستلای سي.

سوسيال دموکراتان په ۲۰۱۸ کال د اروپا دباندي د مهاجرو له پاره د کمپونو د جوړولو د مفکورې پلويان هم ول. فرېدريکسن د ټاکنو څخه تر مخه وړانديز کړی ؤ چي دغه هيواد ته د راتلونکو «غير غربي» کډوالو له پاره دي کلنی حد اکثر شمېر وټاکل سي. ډنمارک د ۲۰۱۶ کال راهيسي د هغو مهاجرو شمېر ۵۰۰ ته راټيټ کړی دی، چي د ملګرو ملتونو د بيا مېشتېدنې د پروګرام له لاري يې مني.

 ۱۸ پاڼي توافقنامه

خو د سوسيال دموکرات ګوند په ياد سياست کي ښايي لږ نرمي رامنځ ته سي. دا ځکه چي دغه ګوند د درو نورو کيڼ اړخو ګوندونو سره ۱۸ پاڼي تفاهم ليک امضا کړی دی. د «سوسيال ليبرال»، «زرغون اتحاد» او سوشلست ګوند له خوا د حکومت جوړنې په ترڅ کي د ملاتړ ترلاسه کولو له پاره سوسيال دموکرات ګوند د مهاجرو په تړاو په خپل سياست کي لږ تغير راوستلو ته چمتو سوی دی.

يوې ډنمارکۍ ورځپاڼي د جون مياشتي په پای کي د فرېدريکسن نقل قول خپور کړی ؤ چي غواړي مخ په وړاندي هم «پر اخراج او ميعادي پناه» خپل تمرکز وکړي. د يادو درو ګوندونو سره خبري اتري ښايي د فرېدريکسن په دريځ کي د لږ تغير سبب سوي وي ځکه چي هغې اوس ويلي چي غواړي د رد سوو مهاجرو د کورنيو وضعيت بهتره کړي او د ملګرو ملتونو د پروګرام څخه د ډنمارک له خوا د منل کېدونکو مهاجرو شمېر زيات کړي.

په ياد تغير کي هغه پلان هم نور لغوه کړل سوی چي له مخي يې په پام کي نيول سوي ول چي رد سوي مهاجر په بالتيک کي يوې داسي جزيرې ته اخراج کړل سي، چيري چي ابادي نسته.

 څو ښه خبرونه

د نوي پلان له مخي به هغه مهاجر بيا هم په ډنمارک کي د پاته کېدو اقامه تر لاسه کړلای سي چي ترمخه يې دغه اقامه ختم سوې وي خو دوی له دوو کالو راهيسي په کار بوخت وي. د Refugee.DK نومي وېبپاڼي د ارزونې له مخي دغه لږ څه د وضعي د بهتره کېدو معنی ورکوي. د دغې پاڼي په وينا دغه نوې آساني به د نژدې ۹۰۰ صومالي او يو شمېر سوريايي پناه غوښتونکو په درد ورسي.

يو بل نوښت دا دی چي په پلان کي نيول سوې چي ټول مهاجر د لوړو زدکړو يو شان ته حق ترلاسه کړي. تر مخه هغو مهاجرو لکه اکثرو سوريايانو چي ميعادي پناه به يې ترلاسه کړې وه، و لوړو زدکړو ته لاسرسی نه درلود. په ۲۰۱۷ کال په ډنمارک کي د ټولو پناه غوښتونکو څخه درېمې برخي ته ميعادي پناه منل سوې وه. ميعادي پناه هغه چا ته ورکول کيږي چي د فردي او شخصي پناه د دلايلو په اثبات رسولو کي نه وي بريالی سوی.

د دې تر څنګ هغه مهاجرې کورنۍ چي تر نهو کالو څخه کم وخت په ډنمارک کي وي او د ادغام له پاره اقتصادی مرستي ترلاسه کوي، پر هغوی به دغه مرستي نه کميږي. دا په داسي حال کي چي د ۲۰۱۹ کال له پاره په وړاندي سوې بوديجوي طرحه کي پلان سوې وه چي دغه مرستي به کميږي. خو اوس به هغه کورنۍ چي ماشومان لري، ځانګړي مرستي ترلاسه کړلای سي.

 

نورې ليکنې