د آلمان له پاره بديل ګوند مهاجرت بندول غواړي
د آلمان له پاره بديل ګوند مهاجرت بندول غواړي

اټکل کيږي چي د آلمان په ختيځ کي په راتلونکو ټاکنو کي به د آلمان له پاره بديل ګوند AfD تر ټولو زياتي رايي په لاس راوړي. د دغه ګوند سياستوال د شخړيزو بيانيو له پاره مشهور دي. خو دغه ګوند د مهاجرت په تړاو څنګه پاليسي لري؟

د آلمان له پاره بديل ګوند AfD په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي ۱۳ سلنې چوکۍ لري او په دې توګه د حزب اختلاف تر ټولو لوی ګوند دی. دغه ګوند د اروپا د پارلمان له پاره په تر سره سوو ټاکنو کي هم زياتي رايي په لاس راوړې او په دې توګه په اروپايي پارلمان کي هم زيات اغيز لري.

د آلمان په ختيځو فدرالي ايالتونو فراندنبورګ، زاکسن او تيورينګن کي په راتلونکو مياشتو کي ټاکنې تر سره کېدونکي دي. د آلمان له پاره بديل ګوند هيله لري چي په ختيځ کي به د آلمان تر ټولو زياتي رايي په لاس راوړونکی ګوند سي. د دغه ګوند ځايناستي مشري بيتريکس فون شټورخ وړاندوينې کړې، چي ګوند به يې د آلمان په ختيځ کی لومړي مقام ته جګ سي. نوموړې د آلمان ږغ د کانفليکت زون خپرونې سره په خبرو کي وويل چي په ختيځ کي د لومړي مقام تر لاسه کولو وروسته به مرکزي حکومت اړ سي چي په پارلمان کي د دغه ګوند استازو ته په زیاته توجه غوږ ونيسي او د مهاجرت په تړاو په خپلو پاليسيو کي د هغوی دريځ ته پام وکړي.

د مهاجرت ضد ګوند ظاهره څهره

د بديل ګوند تر ټولو مهم هدف د مهاجرت درول دي. دغه ګوند د آلمان د لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل د مهاجرت له سياست سره سخت مخالفت کوي او وايي چي همدغه پاليسي د دې لامل سوې چي له ۲۰۱۵ کال راهيسي آلمان ته تر يونيم مليون څخه زيات مهاجر راغلي دي.

بديل ګوند غواړي چي په آلمان کي هغه قانون له منځه ولاړ سي چي هر پناه غوښتونکي ته حق ورکوي چي خپله دوسيه په فردي توګه مطرح کړي. دغه ګوند غوښتنه کوي چي هر هغه څوک چي پناه غوښتنه يې رد سي بايد په سمدلاسه توګه بېرته خپل اصلي هيواد ته ولېږدول سي، که هلته امنيت وي او که نه وي.

دغه ګوند غواړي چي د اروپايي اتحاديې له پولو څخه دباندي د مهاجرو له پاره کمپونو جوړ سي تر څو مهاجر له سره دې ته زړه ښه نه کړي چي د آلمان پر لور راروان سي. د دغه ګوند مرستيالي مشري اليس وايډل ويلي دي چي ګوند يې غواړي چي
»منفي مهاجرت« ته ورسيږي يعني چي په آلمان کي شته مهاجر لا له آلمان څخه بيرون کړل سي.

د آلمان له پاره د بديل ګوند خپل الفاظ

په می مياشت د اروپايي پارلمان د ټاکنو پر وخت د کامپاين له پاره په جوړه سوې يوه ويډيو کي دغه ګوند په ټينګار سره دا غوښتنه کوي چي:

ـ پناه د مؤقتې مېلمستيا پر اساس يو حق دی او يو ښه مېلمه به بېرته ستون سي، خو په تيوري کي. اروپايي اتحاديه په مليونونو مهاجر راجذبوي دا په داسي حال کي چي زموږ خپلې ستونزي ناحله پاته دي. دا هغه سم جواب نه سي کيدلای.
ـ دا يو حقيقت دی چي د فرونکتس (د اروپايي بهرنيو پولو د ساتنې آژانس) له خوا مهاجر بېرته د هغوی ساحلونو ته نه وړل کيږي بلکه اروپا ته راقاچاق کيږي. طبعا موږ له سمندر څخه په ژغورني معتقد يو خو و اروپا ته رسېدنه کوم بشري حق نه دی. موږ غواړو چي پخپله فيصله وکړو چي څوک راوستل غواړو.
ـ د آلمان له پاره بديل ګوند د ډليز مهاجرت د پای ته رسولو غوښتنه کوي او موږ غواړو چي د مهاجرت او مهاجرو تړون لغوه سي او موږ د مهاجرو د بېرته ستنولو ملاتړي يو. موږ د دې مخالف يو چي هر هيواد به ځانګړي شمېر مهاجر مني. د آلمان له پاره بديل ګوند د خپلواکۍ او خوندي پولو غوښتنه کوي.

شټورخ د آلمان ږغ ته وويل چي ګوند يې غواړي چي د مهاجرت نيت لرونکي کسان په دې پوه سي چي آلمان به ورته د ننوتلو اجازه ورنکړي. د دغې سياستوالي په وينا
»دا هغه څه دي چي ژوندونونه ژغورلای سي«.

شټورخ د ايټاليې د کورنيو چارو د وزير ماتيو سالويني له پاره د نوبل جايزې غوښتنه هم کړې. سالويني د مهاجرت په تړاو د خپل سخت دريځ له کبله زيات وخت تر تنقيد لاندي نيول کيږي.

د اسلام د ګواښ سره مخامخ

د آلمان له پاره بديل ګوند وايي چي تر ۲۰۵۰ کال پوري به په افريقا کي نفوس ۸۰۰ مليونو ته جګ سي او موږ انتظار لرلای سو چي په مليونونو انسان به اروپا ته مهاجرت وکړي. د می په مياشت کي دغه ګوند پر خپل فيسبوک په يو پوست کي پوښتنه کړې وه چې: «
ايا موږ د هغو يو اعشاريه څلور مليونو انسانانو مصرف ورکړو چي و آلمان ته د راتګ به انتظار دي؟»

د بديل ګوند دا غوښتنه چي د مهاجرو په مخ دي پولي وتړل سي، په لومړي قدم کي اقتصادي دلايل نه بلکه دا دليل لري چي د دغه ګوند په آند د آلمان ملي هويت ته ګواښ پيښيږي. د اروپايي پارلمان د ټاکنو د کامپاين له پاره په چاپ سوي د دغه ګوند په يوه کتابچه کي راغلي چي د مهاجرت په هکله د اروپا پاليسي
«و اروپايي تمدن ته ګواښ دی.»

شټورخ وايي چي ګوند يې د مسلمانانو ضد نه دی. هغه زياتوي: «
خو موږ نه غواړو چي المان په يو مسلمان هيواد بدل سي. موږ دا نه سو زغملای چي اسلام زموږ پر ټولنيز ژوند او عامه ژوند اغېز شېدنل پېل کړي دي.»

د اروپا د پارلمان له پاره د ټاکنو د کامپاين په ترڅ کي دغه ګوند داسي پوسترونه هم چاپ کړي ول چي پکښي د لوڅي مېنځي خرڅوونکي او رانيونکي عرب مسلمانان ښودل سوي دي. پر دغه لويه لوحه ليکل سوي چي
«د دې له پاره چي له اروپا څخه عربي اروپا جوړه نه سي نو اروپايان بايد د آلمان له پاره بديل ګوند ته رايه ورکړي.»

د بدلون غوښتنې

دغه ګوند دليل وړاندي کوي چي په ۱۹۵۱ رامنځ ته سوی د مهاجرو کانوينسيون د ډليز مهاجرت له پاره نه ؤ طرحه سوی او نه د دې له پاره چي له هغه څخه ناوړه ګټه پورته کړله سي. دغه ګوند په خپلو معلوماتي پاڼو کي د دې غوښتنه کوي چي د پناه حق بايد د نوو نړيوالو حقايقو پر اساس تعديل کړل سي. د دغه ګوند په وينا بايد چي د آلمان پارلمان په خپله دا حق ولري چي په
«داوطلبانه توګه د را دعوت کېدونکو» کسانو تعين وکړي. دغه ګوند وايي چي ترهګر او قانون ماتوونکي د پناه حق نه لري.

دغه ګوند وړانديز کوي چي اروپايي اتحاديه نه بايد چي له هيوادونو څخه هغه مهاجر ومني چي پخپل هيواد کي په بيا رغاونه کي بايد مرستندويان واي. دغه ګوند وايي د دې پرځای بايد اروپا د اړونده هيوادونو سره کومک وکي چي د نړيوالو همکاريو په ترڅ کي دغو مهاجرو ته په خپل هيواد کي خونديتوب ورکړل سي.

د دغه ګوند په وينا د اړونده سيمو سره مرسته به
«د لامحدوده مهاجرت پر مخ بيولو» په پرتله زيات ارزان او مؤثر تمام سي. شټورخ د المان ږغ ته وويل چي »له کورنۍ جګړو، بې وزلۍ او په نورو ناروغيو« اخته سيمو څخه د مهاجرو منل هم د هغه ځای ستونزي نه حلوي.

 

نورې ليکنې